پي ټي اېم، اې اېن پي او جمعیت علمای اسلام د فواد چودري تورونه رد کړل
منظور پښتين زياته کړه چې په کار وه فواد چودري د هغو پښتنو مشرانو په اړه تحقیقاتي رپورټ وړاندې کړی وای چې په تېرو څو کلونو کې وژل شوي دي.
منظور پښتين زياته کړه چې په کار وه فواد چودري د هغو پښتنو مشرانو په اړه تحقیقاتي رپورټ وړاندې کړی وای چې په تېرو څو کلونو کې وژل شوي دي.
دا اوونۍ مو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د پېښور په باچا خان مرکز کې د "انګازې" په نوم د يوه ميوزک سټوډيو جوړېدو پر موضوع له سندرغاړو سره خبرې کړې دي. مرکز د سټوډيو انتظامي چارې نوميالي سندرغاړي ګلزار عالم ته ورکړي دي. نوموړی وايي، په سټوديو کې يې د موسيقۍ د ثبت عصري اسانتياوې برابر کړي او هڅه به وکړي چې له ځايي سندرغاړو معياري سندرې رېکارډ او خپرې کړي. په خپرونه کې د باچا خان مرکز د دې نوښت په اړه د سندرغاړو ګلزار عالم، فضل وهاب درد او بختيار خټک د خبرو ترڅنګ يو شمېر سندرې هم اورېدای شئ.
په افغانستان کې وروستۍ شمېرې ښیي چې دغه هېواد د نفوسو د ترکیب له مخې له ځوان نفوس لرونکي هېوادونو څخه دی. هغه هېواد چې له ۶۷ سلنه زیات وګړي یې له ۲۴ کلونو کم عمر لري. له څلورو لسیزو زیاتو جګړو د افغانستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد ځوانانو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي. یو شمر افغان ځوانان وایي چې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط سره په ۲۰۰۱ کال کې دا انګېرنې موجودې وې چې د افغان ځوانانو د پرمختګ لپاره یو طلایي فرصت رامنځته شوی او په اکاډمیکو بنسټونو کې له زدهکړو وروسته ځوانان کولای... Читать дальше...
فعالان او پوهان وايي، په هغه هېواد کې پر ښځو د تشدد او د هغوی پر وړاندې د نورو جرمونو لوی لامل هغه ټولنیز دودونه، رواجونه او افکار دي چې له اوسني عصر سره سمون نه خوري.
د الجزایر ولسمشر عبدالماجد تېبون په ځنګلي اور کې د وژل شویو په غم کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی. دا اور چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ لګېدلی، د اګست تر ۱۲مې یې د وژلو هڅې روانې وې. د هغه هېواد دولتي خبري اژانس اې پي اېس وايي، په اور کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي چې پکې هغه ۲۸ پوځیان هم شامل دي چې له خلکو سره یې بیړنۍ مرستې کولې. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.
د کابل د سنوکر کلپونو په اتم پړاو سیالیو کې رییس خان سنزی لومړی مقام ترلاسه کړ. د دغو لوبو په لړ کې صالح محمد محمدي په کم تفاوت لوبه وبایلله او دویم مقام یې ترلاسه کړ. دغه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د ۵۲ لوبغاړو ترمنځ په کابل ښار کې پیل شوي وو، نن پای ته ورسیدې. د بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي رییس حفیظ الله ولي رحیمي په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل. د یادونې ده چې ښاغلی سنزی او محمدي په قطر کې کیدونکو نړیوالو او اسیایي سیالیو لپاره هم نوماندان دي.
په کابل کې نن پنجشنبه (د زمري ۲۱مه) د هنډبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې. د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې د هنډبال دغه سیالۍ د لسو لوبډلو او ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ د ورزش او بدني روزنې ریاست په جمنازیوم کې ترسره کېږي. لوبغاړي به د شپږو ورځو لپاره سیالي وکړي، څو غوره لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي. دغه سیالۍ د هنډبال د غوره څېرو د پېژندګلوي او د کابل منتخبې لوبډلې ته يې د ور پېژندو په هدف ترسره کېږي. په پایلوبه کې به ۳۲ لوبغاړي د پلازمېنې کابل لوبډلې ته غوره شي.
د طالبانو په لاس د غزني ښار د ځینو سیمو له سقوط وروسته، د دغه ولایت والي داوود لغمانی د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت ریاست له لوري ونیول شو. د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر په تأیید سره ازادي راډیو ته وویل چې له نوموړي څېړنې کېږي. د غزني ولایت ډیری سیمې نن له غرمې وروسته طالبانو سقوط کړې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د دغه خبر د منلو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل چې د غزني والي، مرستیالیې، د دفتر رئیسیې او ځیني نور هغه کسان چې ورسره وو په میدان وردګو ولایت... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره په همغږۍ، د طالبانو د خونړیو بریدونو دوام به نه یوازې د بشري ناورین او په افغانستان کې د جګړې د پراخېدو لامل شي، بلکې تاوتریخوالي او افراطیت به نور هم زیات کړي. دغه وزارت وايي، ترهګر د سیمې او نړۍ اجتماعي امنیت ته جدي او نه جبرانېدونکی ګواښ دی. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د ترویکا پلس له ناستې وروسته د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره په مستقیم همغږۍ کې د طالبانو تاوتریخوالي... Читать дальше...
د پاکستان کاروباریان وايي، دا لومړی ځل دی چې بیجنګ یې مال ورستون کړی او اندېښنه لري چې ښايي چین ورباندې د بندیزونو نیت لري.
د پاکستان وفاقي وزیر مونس الهي، قامي اسمبلۍ ته لیکلي چې د مومندو او باشا ډېمونو لپاره د سپریم کورټ راټوله کړې چنده چې څه نا څه ۱۲ اربه او ۹۳ کروړه روپۍ جوړېږي نورو منصوبو ته اړول شوې دي. دا پیسې پر نورو منصوبو لګول جواز لري که نه؟ شاهنواز ترکزي یې په اړه راپور جوړ کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر هغو چې افغان ولسمشر اشرف غني واکمن وي، طالبان یې له حکومت سره خبرې نه کوي. نوموړي د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان پر طالبانو د سولې د جدي خبرو ټینګار کړی خو هغوی د ولسمشر غني له حکومت سره له مذاکراتو انکاري دي. افغان حکومت د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې خو په جولای کې یې په قطر کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په غونډه کې د خبرو د دوام ژمنه کړې وه. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې "په خواشینوونکي ډول ورو" دي. نوموړي زیاته کړې، امریکا غواړي چې د افغانستان په اړه یوه داسې نړیواله اجماع جوړه کړي ، چې په یوه خوله د سولې د موافقې پر اړتیا خبره وکړي.
د امریکا روغتيايي چارواکي وايي، فایزر او موډرنا واکسین د حامله دارو ښځو لپاره خوندي دي. دوی ویلي، وروستي مطالعات ښيي چې د کرونا ویروس پرضد دا واکسین د مور په نس کې ماشوم ته زیان نه رسوي. د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو رییس روشل والنسکي پرون وویل، دا اداره ټولې حامله ښځې او هغه ښځې چې غواړي حامله شي او یا میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي هڅوي چې ځانونه واکسین کړي.
په اسلام اباد کې د 'انسپاير پاکستان' په نوم د دغې ادارې مشر ميا اصف شاه د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې مېشت رجسټر افغان زده کوونکو لپاره يې تر ۶۰ زيات سکالرشېپونه اعلان کړي
یوسف وویل، د اګست پر نهمه او ۱۰مه پر ټولنیزو شبکو د #SanctionPakistan یعنې پر پاکستان بندیزونه ولګوئ، د هیشټیګ له لارې یو کیمپېن پیل شو چې "خلکو ته یې ټکان ورکړ."
د افغانستان د کرنې وزارت د پور ورکونې شرایط اسانه کوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، یاد وزارت په پام کې لري چې بزګرانو او کرنیزو متشبثینو لپاره د پور ورکونې شرایط تر پخوا لا ډېر اسانه او ساده کړي. نوموړي وویل چې د پور اخیستونکو د پور اخیستنې په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو لپار ه د کرنې د پراختیا صندوق جوړ شوی دی. یاد صندوق د خپل فعالیت له پیله تردې دمه څه باندې ۱۸ سوه میلیونه افغانۍ پورونه ورکړي دي. وزارت څو موده مخکې هم ۹۰۰ میلیونه افغانۍ منظور کړي، څو بزګرانو ته ورکړل شي. Читать дальше...
د ارزګان امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دې ولایت پر مرکز ترینکوټ له څلورو خواو بریدونه کړي. د ارزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار نن پنجشنبه (د زمري په ۲۱مه) ازادي راډيو وویل، طالبانو د تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې پر ترینکوټ ښار بریدونه کړي او یو شمېر سیمې یې له افغان ځواکونو نیولي دي. ښاغلي سالار زیاته کړه: "د یادې جګړې پر مهال تر دا مهاله پنځه پولیس ټپیان شوي، دوه رینجره او یو هاموې ټانګ تخریب شوي او زموږ کمربندونه راشاته شول، څو مو سرتیري خوندي وي او زیان ورته ونه رسیږي."... Читать дальше...
وسله والو طالبانو د یو شمېر ولسوالیو له نیولو وروسته اوس د څو ولایتونو په مرکزونه هم ولکه ټینکه کړې. په دې ښارونو کې اوس ژوند څه ډول دی؟ ددې ښارونو اوسېدونکي یې وضعیت څنګه ډول ارزوي؟ د نیمروز ولایت د زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ښار کار کې کار وبار پڅ شوی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د افغانستان اوسېدونکي وايي، د امنیت خرابې وضعې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي. دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې جګړه ودروي او له سیاسي لارې دې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډيويي رپورټ کې.
طالبان نن پنجشنبه (د زمري ۲۱مه) سهار د غزني ښار ته ننوتلي او دا مهال هم هلته د دوی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو توده جګړه روانه ده. تر اوسه ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزني اوسیدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې طالبان ښار ته ورغلي دي. طالبانو هم داسې انځورونه خپاره کړي چې ښار کې د دوی حضور ښيي او دغه راز یې ادعا کړې چې د ولایت مقام، امنیه قومانداني او نور مهم دفترونه یې نیولي دي. پر غزني سربېره له لښکرګاه، کندهار او قلعه نو ښارونو هم د تودې جګړې راپورونه خپاره شوي دي. Читать дальше...
په غزني کې د وروستیو جګړو له امله تر ۶ زره له زیاتو بې ځایه شوېو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوي. د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده تېره ورځ د (زمري ۲۰مه) ازادي راډیو ته ویلي و، یوازې د دغه ولایت د مرکز اړوند او بېلابېلو ولسوالیو له شااوخوا ۱۵۰ جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. په دغه مرستو کې ۶ قلمه خوراکي توکي، غنم، وريژې، غوړي، چای، بوره او لوبیا شامل دي. جمعه زاده زیاتوي، دغه مرستې د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له لوري کیږي او په ټکو یې د یاد... Читать дальше...
د روسیې په لېرې ختیځ کمچاتکا ټاپو وزمه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي پیدا شوي دي. د ژغورل شوېو کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه سملاسي څه نه دي ویل شوي. روسي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، دې الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۶ تنه سپاره وو چې په ځایي وخت نن سهار لس بجې په یوه جهیل کې راولوېده او ډوبه شوه. د هليکوپټرې دننه سپاره ۱۳ تنه مسافر او ۳ د الوتکې عمله و. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، ۷ نورو ورکو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.
هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په قطر کې د افغان او طالب چاروکو وروستۍ ناستې ته اشاره کړې لیکلي چې نن د دې ناستې درېيمه او وروستۍ ورځ ده. د ورځپاڼې په وینا ، د دولت مرکچي پلاوي غوښتنې پر ښارونو د طالبانو د بریدونو سمدستي درېدل او د سولې د جدي او معنی لرونکو خبرو پيل او د سیاسي حل لارې موندل دي. لېکوال ټینګار کړی چې افغانانو ته د اعلامیو خپرول د منلو نه دي او باید د جګړې د درېدو لپاره، عملي اقدام وشي. د ورځپاڼې په وینا روان کړکېچن وضعیت لپاره اړتیا ده چې دواړه لوري یوې نتیجې ته ورسېږي ځکه له جګړې ستړي افغانان د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي دي. Читать дальше...
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کابل ته راغلي بې ځایه شوي په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای کوي. د کابل د سرای شمالي او شهرنو له پارکونو لنډمهالې سرپنا ته د کورنیو بې ځایه شوېو لېږد پرون پیل شو او لا هم دوام لري. کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو کسانو د ثبت لړۍ هم روانه ده او په خبره یې تراوسه دوی نژدې شپږ نیم سوه مستحقې کورنۍ ثبت کړي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې له تثبیت وروسته به له دغو کورنیو سره د دوی او همکارو موسسو له خوا یې اړینې مرستې هم وشي. دوی دا ډاډ... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости