Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 17.08.2021

شمالي مقدونیې یو بل روسی ډپلومات له خپلې خاورې وایست

Pa.azadiradio.com 

شمالي مقدونیې یو بل روسی ډپلومات له خپلې خاورې وایست. دې هېواد تر دې مخکې بل روسی ډپلومات پرته له دې چې علت یې څرګند کړي، له خپلې خاورې ایستلی و.  د شمالي مقدونیا د بهرنیو چارو وزیر بوچارعثماني پرون سې شنبې وویل چې د روسیې سفیر یې تېره اوونۍ احضار کړی او له دې هېواده یې د روسي ډپلومات د ایستلو پرېکړه ورته اعلان کړې وه.  هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې هېواد یې چمتو دی د خپل او د خپلو متحدانو د امنیت د خوندي کولو لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.  د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر... Читать дальше...

جرمني: بلاروس له کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

Pa.azadiradio.com 

جرمني یو ځل بیا بلاروس تورن کړ چې له کډوالو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.  بلاروس په دې وروستیو کې پر دې هېواد د لویدیځ د لګول شوېو بندیزونو په غبرګون کې خپلې پولې د کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې پرانیستې پریښي دي.  په دې وروستیو کې له بلاروس څخه یو زیات شمېر عراقي کډوال او پناه غوښتونکي لیتوانیا ته اوښتي. پولنډ هم په وروستیو اونیو کې د کډوالو د یوې نوې څپې شاهد و چې اروپایي ټولنې ېې دې ته اړ کړه چې خپلې پولي کلکې او غیر قانوني کډوال ورڅخه لېرې کړي.   د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل... Читать дальше...

له کابله د خلکو وتل او د ملګرو ملتونو غونډه

Mashaalradio.com 

د طالبانو لخوا د افغانستان سرښار کابل تر نيول کېدو وروسته که يو خوا افغانان د خپل هېواد پرېښودو هڅه کوي نو بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي دي چې له افغانستانه یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په دې هېواد کې پر بشري حقونو د سختو محدودیتونو لګولو ښکارندوي کوي. د اسرار عالم مومند راپور



روسیه غواړي د افغانستان نوي حکومت کې د مختلفو ډلو استازي سره راغونډ شي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه هېواد غواړي د افغانستان په نوي حکومت کې د مختلفو ډلو استازي سره راغونډ شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د روسیې په کالیننګراد کې خبري غونډې ته وویل: "حقیقت دا دی چې طالبانو اعلان کړی او څرګنده کړې یې ده چې دوی نورو ته هم پام کوي او دا زما په نظر مثبته نښه ده. دوی په مشخص ډول ویلي دي چې د یوه حکومت لپاره دوی خبرو ته چمتو دي چې نور افغانان هم استازیتوب په‌کې ولري او برخه‌یې وي." د طالبانو استازو هم پخوا ویلي و چې دوی به په خپل اسلامي حکومت کې د افغانستان مختلفو خلکو برخه ورکړي.

د افغانستان پر رسنیو د وروستيو سیاسي بدلونونو اغېزې

Pa.azadiradio.com 

له کابل نه له تېرې یکشنبې راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ګڼو سیاسي چارواکو له وتلو سره پر رسنیو کې هم د پام وړ بدلون راغلی. ‎په یو شمېر رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی او ځیني سریالونه هم بند شوي دي. د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "له هغې ورځې چې طالبان کابل ته ننوتلي دي، موږ ګورو د ښځو حضور کم شوی دی، د ښځینه ویاندې او خبریالې حضور مخکې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات وو، د موږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته دې اجازه ورکړي چې رسنیو کې کار وکړي، هغه رژیم جوت کړي... Читать дальше...

احمد مسعود: افغانان دې پنجشېر ولایت ته راشي او د طالبانو په وړاندې دې ودرېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني جهادي مشر احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود له افغانانو غواړي چې پنجشېر ولایت ته ورشي او د طالبانو په وړاندې ودرېږي. نوموړي ویلي، غواړي چې په افغانستان کې د زورواکۍ د بریا مخه ونیسي. نوموړي د فرانسې لارګل دوژو ورځپاڼې سره په مرکه کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې دوی سره یوځای او د طالب په وړاندې وجنګېږي. احمد مسعود اعلان کړی چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ځواکونه باید د پنجشېر په ښار کې راټول شي چې د هېواد وروستی ازاد ولایت دی چې د کابل شمال ته شااوخوا ۱۵۰ کیلومتره واټن لري. ... Читать дальше...

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر وضعیت عادي شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل حامد کرزي پر هوايي ډګر د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ دوه ورځې وروسته، مسؤلان وايي د دې هوايي ډګر دننه د ملي امنیت ۰۲ قطعې او بېرون‌یې د طالبانو په واک کې دي. د حامد کرزي نړیوال هوايي د ترمینال یو مسؤل فېروز اتل د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، اوس وضعیت عادي شوی دی. ښاغلی اتل زیاتوي: "د ترمینالونو کنټرول د افغان نظامیانو په لاس کې دی او له ترمینالونو تر قراول پورې طالبان دي. اوس جګړه او ډزې نه‌شته. هر څه عادي شوي دي." دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې... Читать дальше...



د افغانستان له روان وضعیته د فرانسې اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان له روان وضعیته ترهګر استفاده ونه کړي.  ایمانوئل مکرون له پاریسه په یوه بیان کې چې د تلوېزیون له لارې پرون خپور شو، وویل: "ترورستي ډلې په افغانستان کې شته او هڅې کوي چې له دې بې ثباتۍ ګټه واخلي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو مشترک او متحد ځواب ورکړي."  ښاغلي مکرون دې ته هم اندېښنه وښوده چې د افغانستان بې ثباتي به د اروپا په لور د کډوالو بهیر ورمات کړي.

کابل کې د امریکا سفارت د خپلو کارکوونکو د ایستلو  لارې چارې لټوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سرپرست سفیر او شارژد افیر راس وېلسن وایي، دی او د سفارت کار کوونکي یې په کابل کې د امریکایانو او هغو افغانانو لپاره چې ممکن زیان ور واوړي، د ایستلو  لارې چارې لټوي او  دې برخه کې سخت کار کوي.  ښاغلي وېلسن په ټویټر کې لیکلي دي چې د امریکا له خلکو سره یې ژمنه په ځای او تلپاتې ده.

امریکا د ایران له لوري د یورانیمو د فلز د تولید په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو د ایران له لوري د یورانیمو د فلز د تولید په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې نوی راپور یې لیدلی دی چې څرګندوي ایران یوارنیم فلز د تولید برخه کې پرمختګ کړی دی.  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه بیان کې ویلي دي، ایران د یوارنیمو د فلز تولید ته چې له اټمي وسلو سره ارتباط لري، احتیاج نه لري.  نېډ پرایس زیاتوي چې ایران باید په اټمي برخه کې له داسې هڅو لاس اخلي او د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون پلی کړي. Читать дальше...

طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه او له ښځو یې وغوښتل چې د دې ډلې له حکومت سره یوځای شي.  د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، انعام اله سمنګاني نن د افغانستان له ملي تلوېزیونه اعلان وکړ چې ښځې باید د شرعي قانون مطابق د حکومت په چوکاټ کې شاملې شي.  نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت نه غواړي چې د ښځو حقوق وخوړل شي او قرباني شي.  وروسته تردې چې طالبانو د افغانستان پلازمېنه کابل او نورې سیمې نیولې دي، ښځې او نجونې د خپلو حقونو له لاسه ورکولو ته ډېرې اندېښمنې شوي دي.  طالبانو پخوا هم... Читать дальше...

امنيتي ادارې دې خلک نه نیسي: د سروکۍ جرګه

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزیرستان په سروکۍ سيمه کې خلکو د يوې جرګې له لارې له حکومته وغوښتل چې امنيتي ادارې دې له بې ځايه تالاشیو او د خلکو له نيولو منع کړي. خو ځايي چارواکي وايي له مشکوکو خلکو پوښتنې کېږي او که چا څه جرم نه وې کړی، نو پرېښودل کېږي. په دې اړه دا ویډيو راپور وګورئ.

کارپوهان: افغانستان کې له سیاسي او امنیتي پلوه د واک تشې اندېښنې زیږولي

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو له راتګ  دوه ورځې تېریږي، خو لا یې هم د حکومت رسمي اعلان نه دی کړی. د حقوقي او سیاسي چارو کارپوهان وايي، دې غیرمترقبه حالت په افغانستان کې د واک تشه رامنځته کړې چې باید ژر تر ژره په یو ټول شموله حکومت ډکه شي. د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اوس مهال کال کې یو ځانګړی وضعیت حاکم دی: "په کابل کې اوس یو خاص وضعیت حکم فرما دی، له یو پلوه د واک انتقال نه دی ترسره شوی، له بل پلوه د طالبانو مشران تر اوسه کابل ته نه دي راغلي، حکومت یې نه دی اعلان... Читать дальше...

"امریکا دې د افغان خبریالانو د حفاظت لپاره ډېر څه وکړي"

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د امریکا له متحد ایالاتونو غوښتي دي چې د افغان خبریالانو د حفاظت لپاره ډېر څه وکړي.  دې کمېټې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، افغانستان طالبانو نیولی دی، نو واشنګټن باید د افغان خبریالانو لپاره بېړنۍ ویزې چمتو کړي.  د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه (سي پي جي) زیاتوي چې د افغانستان دننه د سلګونو سیمه ییزو خبریالانو او رسنیو کار کوونکو ته اندېښنه لري چې د طالبانو  را روان رژیم یې په نښه نه کړي.  د ( سي پي جي) اجراییه رییس جویل سیمون وایي، د بایډن اداره باید تر خپل... Читать дальше...

د راتلونکي نظام په اړه له کابله دوحې ته د درې کسیز پلاوي سفر ځنډیدلی

Pa.azadiradio.com 

تمه وه چې نن له کابله د قطر پلازمېنې دوحې ته یو درې کسیز پلاوی ولاړ شي، خو د ستنېدا سفر ځنډیدلی دی. د ملي مصالحې ‌عالي شورا یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل چې نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته د سفر ځنډ تایید کړ، خو دلیل یې روښانه نه کړ. تېره شپه حامد کرزي او عبدالله عبدالله وویل چې د ګلبدین حکمتیار په ګډون نن دوحې ته ځي. د دې سفر موخه، د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحثونه ښودل شوي دي. داسې سفر داسې مهال ځنډېږي چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې لاهم د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولې الوتنې ځنډنۍ دي. Читать дальше...

هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کار کوونکي وایستل

Pa.azadiradio.com 

هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي وایستل. د راپورونو له مخې اوس په افغانستان کې یوازې د درې هېوادونو، پاکستان، روسیې او چین سفارتونه فعال دي.  د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریمدام باګچي نن په ټویټر کې لیکلي دي، اوسنیو شرایطو ته په کتو پرېکړه وشوه چې په کابل کې زموږ سفیر او هلته نور هندي کار کوونکي دستي هند ته انتقال شي.  دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې روانه اوونۍ د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته په زرګونو افغانانو  سختې هڅې پیل کړي دي چې له کابله ووځي.  وروسته تر دې... Читать дальше...

کابل ښاریان د ګازو او خوراکي توکو د لوړو بیو سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان وایي، د ګازو او خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي دي.  د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي حاجي جهان نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې اوونۍ بیو ته په کتو، دوو ورځو کې په کابل ښار کې د ګازو او خوراکي توکو بیې نږدې ٥٠ سلنه لوړې شوې دي.  نوموړي وویل چې د یوکیلو مایع  ګازو بیه له ٤٩ افغانیو څخه ٩٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.  د کابل ښار د ارزان قیمت یوه عمده پلورونکي رییس خان ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د یو بوجۍ اوړو په بیه کې درې سوه افغانۍ زیاتوالی راغلی.  دا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Наташа Королева даст концерт в Пятигорске





Rss.plus
РЭС

Команда «Россети Новосибирск» вышла на #ЗаБег




В «Лосином острове» открылась орнитологическая тропа

Реальная военная мощь Москвы и Пекина оказалась выше, чем предполагали в Вашингтоне

Зеленый свет. В Барнауле приступают к засыпке Лесного пруда ради нового микрорайона

Глава МИД Финляндия Валтонен: мы прорабатываем детали по обновлению границ




د تورخم دروازه پرانېستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه پرانېستل شوه.  د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل، له پرون راهیسې چې د تورخم لار پرانېستل شوې ۷۲۷ موټر اوښتي او تګ راتګ نورمال حالت ته ګرځیدلی.  نوموړي وویل چې په دې سره به تر راتلونکو څو ورځو پورې د لوړو نرخونو بیې کنټرول شي.  تر دې وړاندې خلکو په کابل او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو له لوړې بیې شکایت درلود.  تورخم دروازه څو میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوه چې سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

بایډن: د کرونا واکسینونو ترلاسه کولو وروسته د تقویتي واکسین سپارښتنه کیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره غواړي اعلان وکړي چې ټول امریکایان باید د کرونا ویروس ضد بشپړ واکسینونو ترلاسه کولو اته میاشتې وروسته تقویتي واکسین وکړي.   د راپور له مخې، روغتیايي چارواکو ویلي چې تقویتي ډزونه ځکه اړین دي چې ډېلټا واریانټ ویروس ډېر ژر اخېستل کېږي او شواهد شته چې د مخکې واکسینونو اغېز ورباندې د وخت په تېرېدو کمېږي.   لومړي تقویتي ډوزونه به هغو کسانو ته ورکړل شي چې په روغتیايي برخه کې کارکوي او وروسته به د لوی عمر کسانو ته ورکړل شي.   اټکل کېږي چې دا تقویتي واکسین له سېپټمبرمیاشتې پيلېدای شي. Читать дальше...

مشروم ډنډ ته تللې لار خامه ده، خو په ورتګ ارزي: سیلانیان

Mashaalradio.com 

د سوات په لیرې پرته سیمه کالام کې مشروم ډنډ ته یوازې په څو میاشتو کې تګ شونی وي او دا ځکه چې هغه ځای د کال شاوخوا اته میاشتې په واورو پوښلی وي. سیلانیان وايي، مشروم ډنډ ته تللې لار خامه (کچه) ده خو په ورتګ ارزي. ویډيويي رپورټ.

امریکا سفارت: امریکايي اتباع دې له همغږۍ پرته کابل هوایي ډګر ته نه ځي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې دوی سره له همغږۍ پرته دې د حامد کرزي هوایي ډګر ته نه ځي.  سفارت خپلو اتباعو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې پرون د کابل هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له کبله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شول.  سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هڅه کوي چې امریکا ته د خپلو اتباعو د ستنولو له بهیر سره مرسته وکړي.  پرون د کابل له هوایي ډګره د سلګونو هغو کسانو زړه بوږنونکې ویډیوګانې خپرې شوي چې غوښتل یې الوتکو ته پورته شي.  په ویډیوګانو کې لږ تر لږه دوه تنه ښکاري چې... Читать дальше...

طالبان: کابل کې د شریعت غږ راډیو خپرونې پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي چې په کابل کې یې د شریعت غږ راډیو خپرونې پيل کړي دي.  د طالبانو د فرهنګي کمېټې مشر امیرخان متقي پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی.  د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د دغې راډیو د عمومي مسول مولوي ضیاالحق حقمل ویډیویي پیغام لیږلی چې هغه په کې خلکو ته د امنیت او ارامۍ ډاډ ورکوي: "اوس په ټول هېواد کې حالات د عادي کېدو په لور روان دي او تر اوسه هېڅ د ناامنۍ کومې لویې پیښې نه دي ترسره شوي. اسلامي امارت په مکرر ډول ډاډ ورکړی دی چې د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره پریکنده ګامونه... Читать дальше...



Москва

Чеченка Лия Заурбекова поделилась подробностями конфликта с семьей в полиции


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Прокофьев

В Пекине Заслуженный коллектив России исполнил произведения Прокофьева и Шостаковича




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Цена билетов на суперфинал Кубка России составит от 500 до 15 тыс. рублей

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

92-летний красногорец стал участником марафона скандинавской ходьбы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России