Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 05.08.2021

د محکمو له خوا ۳۷ تنه په مجازاتو محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د محکمو له خوا ۳۷ تنه د نشه يي توکو قاچبران په مجازاتو محکوم شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو د ۱۷ قضيو د څېړلو په تړاو ۳۷تنه په مجازاتو محکوم کړل. په دوی کې درې تنه يې ابتدائيه محکمې ۲۷کاله او نور يې د استيناف محکمې له خوا د بند په بېلابېلو مجازاتو محکوم شول. د دې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې له محکومو شوېو اشخاصو سره ۱۹کيلوګرامه هيرويين، ۷۶ کيلوګرامه چرس، ۴۵۴۰ لېټره شراب او تر اتو کيلوګرامو ډېره ښیښه نيول شوې وه.

دوستم: وسله‌وال طالبان هڅه کوي شمال یا لوېدیځ کې د یو مهم ولایت مرکز ونیسي

Pa.azadiradio.com 

مارشال عبدالرشید دوستم وايي، وسله‌وال طالبان هڅه کوي چې په شمال یا لوېدیځ کې د یو مهم ولایت مرکز ونیسي.  د افغانستان د ملي جنبش مشر چې تازه له ترکیې راستون شوی نن‌یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبانو پر څو ولایتونو زیات تمرکز کړی دی. ښاغلی دوستم زیاتوي: "طالبان تر بل هر ولایت زیات له خپلو ټولو امکاناتو څخه د جوزجان، بیا د تخار، هرات او کندهار د نیولو لپاره کار اخلي څو د دې ولایتونو له مرکزي ښارونو څخه یو لاندې کړي." جوزجان چې د دوستم پلرنی ټاټوبی او د نوموړي د نفوذ سیمه بلل کېږي دا... Читать дальше...

غني او رئیسي د افغانستان او ایران "د همکاریو او اړیکو پر پراختیا" خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایران ولسمشرانو نن په تهران کې سره د افغانستان او ایران ترمنځ "د همکاریو او اړیکو پر پراختیا" خبرې کړې دي. ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي جمهور رئیس اشرف غني او جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي ترمنځ دې لیدنه کې د ایران نوي جمهور رئیس "د افغانستان اسلامي د اسلامي دولت څخه د ملاتړ په تداوم او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پر کوښښونو ټینګار وکړ." ارګ د ایران د نوي جمهور رئیس ښاغلي رئيسي له خولې وايي: "د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوم." رئیسي زیاته کړې... Читать дальше...



د ناامنیو زیاتوالی؛ لسګونه افغان محصلینې وايي غواړي خپلو ولایتونو ته تبدیلې شي

Pa.azadiradio.com 

په ولایتونو کې د ناامنیو زیاتېدو یو شمېر نجونې محصلانې اندېښمنې کړې دي. لسګونه نجونو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۴» په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل، نه‌شي کولای په ناامنه ولایتونو کې، له خپلو کورونو لیرې زده‌کړو ته دوام ورکړي او غوره دا ده چې دوی د خپلو ولایتونو اړوندو پوهنتونونو ته تبدیلې شي. یوې محصلې محبوبې ازادي راډیو ته وویل، کورنۍ یې اجازه نه‌ورکوي چې په ناامنه ولایتونو کې دې په لیلیه کې واوسېږو: "هیله ده چې په ناامنو ولایتونو کې د لیلیو شرایطو ته په پام، موږ د اړوند ولایتونو پوهنتونونو ته تبدیلې شو. Читать дальше...

افغان حکومت متقاعد او بې‌وظیفې جنرالان او افسران بېرته پر دندو ګوماري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړو شدت او د متقاعدو جنرالانو پر دنده د ګومارلو پرېکړه. وروستیو جګړو ولسمشر غني هڅولی چې متقاعد او بې‌دندې افسران او جنرالان پر دندو وګوماري. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۴» په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا پرېکړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ شوې. د ښاغلي شینواري په خبره چې د دوی د جلب و جذب لپاره ځانګړی بورډ جوړ شوی او عملي چارې یې هم روانې دي. ښاغلی شینواری زیاتوي: "د متقاعدو نظامي جنرالانو او افسرانو... Читать дальше...

په هند کې بارانونو او سېلابونو ۲۵۰ تنه وژلي

Mashaalradio.com 

په هند کې سږکال د پشکال بارانونو تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه کړي دي. په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په مغربي بنګال ریاست کې بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه کړل او نېږدې دوه نیم لکه یې بې کوره کړل. د پشکال بارانونو تر ټولو زیات ځاني زیان په مهاراشټرا ریاست کې اړولی چې پکې یې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه کړي او په لکونو نور یې بې کوره کړي دي. د دې ریاست تر ټولو لوی ښار کلکته کې د ودانیو تر نیمايي سېلابي اوبه ورختلې او خلک په کشتیو کې ژغورل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې... Читать дальше...

افغان ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه ځینو سیمو کې 'پوځي عملیات' پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونه وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه په هغو سیمو کې یې پوځي عملیات پیل کړي چې په وروستیو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. د میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي نن د دې عملیاتو په اړه وویل: "د لښکرګاه په لارو او سړکونو د الله اکبر په نعرو له طالبانو څخه د سیمو د نیولو چاڼیز عملیات پیل شول. عملیات به تر هغې دوام وکړي تر څو وروستي طالبان وځپل شي." بل‌خوا د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر لیکلي دي چې افغان هوايي ځواک نن د لښکرګاه په ختیځ کې د طالبانو په یوه ۳۰ کسیزه غونډه بمباري کړې چې په‌کې د دې ډلې مشران هم وو. Читать дальше...

په خوست کې ۴۸ کیلو چرس او لېږدونکي يې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې پولیسو ۴۸ کیلو چرس، یو موټر او د یادو نشه يي توکو دوه تنه لېږدونکي نیولي دي. نن د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي ازادي راډیو ته وویل،  نیول شوېو کسان غوښتل، دا نشه يي توکي د پکتیا د څمکنیو څخه خوست ته ولېږدوي چې د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا ونیول شول. نوموړی زیاتوي، د نشه يي توکو سره یو موټر او د هغې  دوه لیږدونکي هم نیول شوي دي. سمونوال سیف الله سرحدي وايي، نیول شوي کسان به د تحقیقاتو په خاطر عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. Читать дальше...



کندز چارواکو پر ۵۰۰ اړمنو بې ځایه شوېو کورنیو مرستې وویشلې

Pa.azadiradio.com 

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، دوی دغه ولایت کې له تېرې ورځې راهیسې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پر پنځه سوه مستحقه بې ځایه شوېو کورنیو د اړینو مرستو ويشلو لړۍ پیل کړې ده. د کندز ولایت سرپرست والي نجیب الله عمرخېل ازادي راډیو ته وویل، د مرستو د وېشلو په دې بهېر کې په هرې بې ځایه شوې کورنۍ د ۱۲ زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل کېږي. دی وايي: "موږ له هغو ټولو مرستندویو موسساتو څخه مننه کوو چې له بې وزله خلکو سره مرستې کوي." په ورته وخت کې هغه شمېر بې ځایه شوېو کورنیو چې د دولت... Читать дальше...

۲۰۱م سیلاب قل اردو: لغمان کې ۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

۲۰۱م سیلاب قل اردو په لغمان کې د ۱۶ تنو وسله والو طالبانو د مرګ  ژوبلې خبر ورکوي. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند سید مقصود اغا ازادي راډیو وویل چې تېره ورځ ګډو دفاعي امنيتي ځواکونو د لغمان ولايت د علینګار ولسوالۍ ارمل او کندې سيمو کې پر وسله والو طالبانو هدفمند بريدونه وکړل چې په پايله کې یې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپيان دي. نوموړی همداشان زیاتوي، تېره ورځ طالب وسله والو غوښتل چې د قرغیو ولسوالۍ امبيړ سيمه کې پر امنيتي پوسته بريد وکړي، خو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د انجينرۍ... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان: افغان حکومت د ښځو د حقونو خوندیتوب کې پاتې راغلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړې په تېزیدو سره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضیو کې د افغان حکومت پاتې راتلل، د ښځو د حقونو مخه ډب کړې ده. دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته او د طالبانو پرمختګونو سره افغان مېرمنې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشرې، پټريشیا ګاسمن د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال مرسته‌کوونکي... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: هغه کس وژل شوی چې سرخرود کې یې پلچکونه الوزولي وو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي د هغه کس د وژلو ادعا کوي چې تېره شپه یې د سرخ رود په فتح اباد سیمه کې درې پلچکونه په بمونو الوځولي وو. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې وسله والو طالبانو تېره شپه درې پلچکونه په بمونو الوځولي وو چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د نجیب په نوم هماغه کس له اته نورو وسله والو طالبانو سره یوځای ووژل شو چې پلچکونو ته یې بمونه ايښي وو. د رالېږل شویو معلوماتو له مخې، د ننګرهار والي ضیاءالحق... Читать дальше...

چارواکي: د سرپل مرکز کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي، د سرپل په مرکز کې یې د طالبانو برید په شا تمبولی دی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د ۲۰۹  شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي ازادي رادیو ته وویل،  د طالبانو د بریدونو په وړاندې په ځوابي عملیاتو کې یې د دې ډلې یو مرکز له منځه وړی دی. رضايي زیاته کړه: "هغه بریدونه چې د ښار په څنډو کې پر طالبانو وشول، په مجموع کې ۳۴وسله وال طالبان د دوی د یوه قوماندان په ګډون چې اصلاً د غور اوسیدونکی و، وژل شوي دي، ۱۴ تنه نور یې ټپیان شوي او یو مرکز یې هم له منځه وړل شوی دی. دا جګړه د دې... Читать дальше...

ملي امنیت: د لغمان د بادپښ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه وايي، د لغمان د بادپښ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو څخه نېولې ده. د ملي امنیت د ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې قطعې ځواکونه تېره شپه د بادپښ ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو ونیوله. ملي امنیت د دې ولسوالۍ د بېرته نېولو په عملیاتو کې د اوو طالب وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې. دې ډلې په وروستیو څو میاشتو کې د لغمان په شمول څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ له افغان حکومت څخه نېولې دي.

د ارزګان والي: طالبانو شاعر او مورخ عبدالله عاطفي وژلی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي وايي، وسله‌والو طالبانو په دې ولایت کې یو شاعر او مورخ وژلی دی. محمد عمر شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو په چورې ولسوالۍ کې عبدالله عاطفي په نوم دا شاعر او لیکوال تېره شپه لومړی شکنجه کړی او بیا یې وژلی دی. ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "طالبانو تېره شپه شاعر او تاریخ لیکونکی عبدالله عاطفي په چوره ولسوالۍ کې له کوره ایستلی، لومړی یې شکنجه کړی او وروسته‌یې شهید کړی دی." چوره ولسوالۍ دا مهال د وسله‌والو طالبانو په لاس کې ده. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم وژل شوی عاطفي... Читать дальше...

چارواکي: نورستان کې د کچالو حاصل ۲۰ سلنه زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، روان کال په نورستان کې د کچالو په حاصل کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.  د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، تېر کال په دغه ولایت کې په ۲۰۰ هکتاره ځمکه کې کچالو کرل شوي وو چې نږدې څلور زره مټریک ټنه کچالو یې کړي وو.   د نوموړي په وینا، روان کال په دغه ولایت کې په ۲۳۰ هکتاره ځمکه کې کچالو کرل شوي و چې څلور زره ۶۰۰ مټریک ټنه کچالو یې کړي، زیاتره ځمکه په مرکز پارون کې کرل شوې ده.  ښاغلی رستمي زیاتوي چې دا شمېرې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

В Екатеринбурге одиннадцатиклассники прощаются со школой под песни Басты: онлайн





Rss.plus
Подмосковье

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю




ЦППК назначит компенсационные рейсы на Рижском и Савеловском направлениях в мае

В Москве выпустили новые тематические карты «Тройка»

Из-за аварии двух легковушек центр Воронежа встал в пробках

Тренды в страховании: цифровизация, новые опции и рост интереса населения




افغانستان: بېلابېلو هېوادونو ته صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته په صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.  د دغه وزارت په اعلامیه کې د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني له قوله ویل شوي چې روان کال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د صادراتو د زیاتوالي او سوداګریزو چارو د سمون لپاره څو تړونونه لاسلیک شوي وو چې ورسره د سبزیو او مېوو په صارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.  د غوریاني په خبره وچه مېوه او زعفران د افغانستان له عمده صادراتي توکو حسابېږي او د اینجې 'هېنګ'... Читать дальше...

چارواکي: افغانستان کې په کلني ډول، د چرګو ۱،۲میلیارده هګیو ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د چرکو هګۍ، هغه ډېر استفاده کېدونکي خواړه چې په ځانته ډول د خوراک لپاره هم په اوبو کې یې ایشول کېږي او هم په غوړیو کې پخېږي. خو پوښتنه دا ده چې دا د چرګو هګۍ د ګټو له امله ډېرې خوړل کېږي که په اسانه ډول د خوړو له امله؟ د کابل ښار اوسېدونکي مزمل او نوید یې په اړه وايي: "پخول یې اسانه دي، جنجال نه لري، وخت کم نیسي، نو په پخلي کې ورنه استفاده کوي. -یو خو ژر پخېږي وخت کم نیسي، بل دا چې قیمت یې هم مناسب دی." د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، په دغه هېواد کې په کلني ډول، د چرګو... Читать дальше...

ویسا:روانه افغان جګړه تر پخوانۍ هغې ظالمانه او ړنده بریښي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د تل په څېر د روانې جګړې پر وضعیت عواملو، زیانونو او څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ: ویسا ویسا ورځپاڼې لیکلي، داسې ښکاري چې افغانستان د نوي ډول جګړې کندې ته ولوېد، د لیکوال په باور دا جګړه تر پخوانۍ هغې ظالمانه او ړنده بریښي. په سرمقاله کې راغلي، سمه ده چې جګړه طالبانو روانه کړې، خو په اور باندې یې تېل د ارګ واکمنان ور اچوي، په دې منځ کې ملت دی چې مرګ ژوبلې، دربدرۍ، فقر او ظلمونه ګالي. Читать дальше...

ولسمشر غني ایران ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) سهار ایران ته روان شو.  نوموړی به تهران کې د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او له ایراني چارواکو سره به جلا جلا لیده کاته هم ولري.  ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې یو ورځني سفر کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي د ولسمشر ملګرتیا کوي.  ښاغلي رییسي د سې شنبې په ورځ هم د تحلیف یو لړ مراسم ترسره کړل، خو نننۍ مراسم یې د ایران په پارلمان کې ترسره کېږي.

امریکا: ایران هغه بېړۍ یرغمل کړې وه چې د پاناما بیرغ پرې رپېده 

Pa.azadiradio.com 

امریکایي چارواکي ګمان کوي چې عمان خلیج کې ایراني ځواکونو هغه بېړۍ یرغمل کړې وه چې د پاناما بیرغ پرې رپېده.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، هغه کسان چې دا بیړۍ یې پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه برمته کړې وه ایرانیان و، خو په خبره یې سملاسي داسې حالت کې نه دي چې دا خبره تایید کړي.  د بریتانیا سمندري ځواکونو پرون وویل، د متحده عربي اماراتو ساحل ته نژدې دا بېړۍ چې قیر په کې بار و، له برمته کېدو وروسته بېرته خوشې شوې ده.  د ایران سپاه پاسداران انقلاب بیا ویلي، دوی دې پېښه کې لاس نه لري.

روسیه کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د رسنیو چارواکو دغه هېواد کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړلي دي.  د 'Open Media' او 'MBKH' په نوم دغو چینلونو پرون وویل چې کاروونکي یې د دوی وېب پاڼو ته لاس رسی نه لري.  دوی ویلي، تراوسه یې د چارواکو له خوا هېڅ داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي چې وښيي، ولې یې د دوی رسنۍ تړلې دي.  د ازادو رسنیو پر وړاندې د روسیې دا تازه ګام داسې مهال پورته کېږي چې دغه هېواد کې راتلونکې سېپټمبر میاشت پارلماني ټاکنې کېږي.  دا دوه خبري چینلونه د کرملین د منتقد میخایل خودورکوسکي له خوا حمایه... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

«Ты мне не понравилась!»: Мария Погребняк вспомнила знакомство с Ольгой Бузовой в студии «Шоу Воли» на ТНТ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России