Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 15.08.2021

کراچۍ کې پر یوه ګاډي په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې پر یو موټر د لاسي بم په برید کې د خیبر پښتونخوا د سوات یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي. د کراچۍ د پوليسو مشر ايډيشنل انسپیکټر جنرل عمران يعقوب منهاس د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال تر پېښه وروسته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا د لاسي بم يا کريکر بم برید وو. د پېښې ښکار شوې کورنۍ غړي وايي، له هېچا سره یې دښمني نه وه. ویډيويي رپورټ.

البانیا د افغان پناه غوښتونکو په اړه د امریکا غوښتنه منلې

Pa.azadiradio.com 

البانیا د امریکا غوښتنه منلې چې په موقت ډول هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې د طالبانو د چټک پرمختګ له امله له هېواده ووځي.  د البانیا صدراعظم ایدي راما نن په خپله فیسبوک پاڼه کې وویل چې د امریکا حکومت په وروستیو کې ترې غوښتنه  کړې وه چې دا مساله چې ایا کولای شي یو شمېر هغو افغان کډوالو ته چې د سفر وروستی مقصد یې متحده ایالات دي، د ټرانزیټ هېواد په توګه رول ولوبوي، وڅیړي.  راما وویل، موږ دې غوښتنې ته نه نه شو ویلی او هغه هم نه په دې خاطر چې زموږ لوی متحد له موږه کړې، بلکې موږ البانیا یو.  یو شمېر... Читать дальше...

عبدالله ومنله چې جمهور رییس غني وطن پرېښی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ومنله چې جمهور رییس غني افغانستان ترک کړی دی. هغه یوه لنډه ویډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رییس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي. ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي او پر ملي امینتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي. دا ویډیو د هغه په رسمي فیسبوک‌پاڼه خپره شوې ده.



د کارخانو ستاره مارکېټ د بندېدو له خطر سره مخامخ دی

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د امريکايي ځواکونو تر برید يو کال وروسته په ۲۰۰۲ز کال کې د کارخانو ستاره مارکېټ جوړ او مشهوره شو. هلته د پاکستان له بېلابېلو ښارونو خلک په داسې امريکايي پوځي سامانانونو پسې ورځي چې په نورو ځايونو کې نه پېدا کېږي. اوس چې شاوخوا ټول امريکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، دا مارکېټ هم بندېدو ته نېزدي دی. په دې اړه د اې ايف پي خبري اژانس ویډیويي رپورټ.

پاکستان د تورخم لاره وروسته له هغې وتړله چې طالبانو ونیوله

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ویلي چې د تورخم لاره یې وروسته له هغې چې طالبانو پرې کنټرول ټینګ کړ، بنده کړې ده.  د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن وویل، د تورخم د لارې د تړلو پرېکړه یې د افغانستان لوري ته د رامنځته شوي اضطراري حالت له امله کړې ده. هغه د پاکستان جیو ټلوېزیون ته وویل چې دا کرښه یې وروسته له هغې وتړله چې افغان پولیس طالبانو ته تسلیم شول.  پاکستان له دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو له امله نور افغان کډوال نه شي منلی.

افغان او طالب چارواکي: پر کابل ښار به برید نه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت او طالبانو لوړ پوړي چارواکي وايي چې پر کابل به بریدونه ونه کړي او په سوله ییز ډول د واک لېږد لپاره خبرې روانې دي.   د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې وضعیت په بشپړ ډول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی. د دغه وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال نن رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې وویل چې د کابل ښار امنیت نیول شوی: "پر کابل ښار به حمله ونه شي،  هوکړه شوې چې واک به په سوله ییز ډول یوې عبوري ادارې ته ولېږدول شي." په ورته وخت کې د... Читать дальше...



لویدیځ هېوادونو له افغانستانه د خپلو سفارتونو د کار کوونکو ایستل چټک کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د چټک پرمختګ په ترڅ کې د کابل تر دروازو پورې رسیدلي، لویدیځ هېوادونو له دې هېواده د خپلو سفارتونو د کار کوونکو ایستل چټک کړي دي.  د رسنیو د راپورونو له مخې امریکایي چارواکو ویلي چې له سفارته یې ډیپلوماټان په هلیکوپټرو کې د کابل هوایي ډګر ته لېږدول کېږي او دغه راز کار کوونکو ته لارښوونه شوې چې د امریکایي بیرغ او نښان په څېر مهم مواد چې کیدای شي ورڅخه د تبلیغاتو لپاره ناوړه ګټه واخیستل شي، له منځه یوسي.  جرمني، ایټالیا او د اروپایي ټولنې یو شمېر نورو غړیو... Читать дальше...

افغانستان: د هوکړې له مخې واک په سوله ییز ډول عبوري حکومت ته انتقالېږي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې له کابل پرته طالبانو د ټول افغانستان د نیولو ادعا وکړه، افغان حکومت او طالبانو دواړه په کابل ښار د حملې نه کولو ډاډ ورکوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ په یو ویډیويي پيغام کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ښار د امنیت د خوندي کولو په موخه ځای پرځای شوي او خلک دې هېڅ تشویش نه کوي. عبدالستار میرزکوال ویلي چې د سوله ییز واک د انتقال پرسر خبرې روانې دي، خو نه یې دي ویلي چې کله او چا ته به واک انتقال شي: "د ښار مصوونیت تضمین ده، په ښار حمله نه کېږي،... Читать дальше...

د طالب تر ولکې لاندې د خبریالانو او دولتي کارکوونکو د ژوند نامعلومه برخلیک

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اکثرو برخو د طالبانو د ولکې له ټېنګولو سره د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو، د ښځو د حقونو د فعالانو او لسګونه زرو دولتي کار کوونکو ژوند له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی. یو شمېر دولتي کارکوونکي وايي، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د ولایتونو کنټرول تر لاسه کړی دندې ته نه دي تللي. په غزني کې یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د طالبانو له کنټرول سره دندې ته نه دی تللی: "زه له هغه وخت راهیسې چې طالبانو غزنی نیولی دندې ته نه یم تللی، اندېښنه لرم... Читать дальше...

طالبان خپلو وسله والو ته: د کابل دروازو کې پاتې شئ، ښار ته مه دننه کېږئ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې د کابل په دروازو کې پاتې شي او ښار ته دننه نه شي. دا وروسته له هغې چې نن سهار د کابل ښار په ځینو برخو کې د ډزو غږونه اورېدل شوي.  طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، کابل یو ګڼ میشتی ښار دی او اسلامي امارت نیت نه لري چې دې ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي بلکې کابل ته په سوله ییز ډول د طالبانو د ننوتو او په خوندي او سوله ییز ډول د قدرت د انتقال لپاره خبرې اترې روانې دي.  د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر کابل ښار د عملیاتو پلان نه لرو. Читать дальше...

لبنان کې د تیلو د ټانکر په چاودنه کې د مړو شمېر ۲۸ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د لبنان په شمال کې د تیلو د یوه ټانکر په چاودنه کې د مړو شوېو کسانو شمېر۲۸ ته ورسېد.  دغه چاودنه چې پرون په اکار سیمه کې شوې، تراوسه یې علت نه دی څرګند.  د لبنان د سرې میاشتې ټولنې نن مخکې ویلي و  چې ټیمونو یې د پېښې له ځایه شل مړي لیږدولي دي. دې ټولنې ویلي چې په پېښه کې ۷۹ تنه ټپیان شوي دي، په لومړي سر کې د اوو کسانو د ټپي کېدو ویل شوي و.  لبنان چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د سونګ موادو له کمښت سره هم مخامخ دی.  د لبنان پوځ نن وویل چې په زرګونو لیتره پترول او ډیزل چې د دې هېواد په... Читать дальше...

په هایتي کې زلزله؛ د مړو شمېر ۳۰۴ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په هایتي کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۳۰۴ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۱۸۰۰ کسان په کې ټپيان شوي دي. د هایتي د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي چې په زلزله کې ډېر کسان د دې هېواد په جنوب کې مړه شوي دي او د خوندیتوب عمله توانېدلې چې ګڼ کسان له نړېدلو ودانیو راوباسي. په دې زلزله کې کورونه، هوټلونه او کلیساوې نړېدلي دي. صدراعظم اريل هینري‌ د یوې میاشتې لپاره بیړنی وضعیت اعلان کړ او هغې سیمې ته لاړ چې د زلزلې مرکز دی. نړیواله سره صلیب اداره او روغتونونه په هغو سیمو کې د ټپيانو درملنه کوي چې د زلزلې اغېز... Читать дальше...

ازبیکستان ته ۸۴ افغان سرتیري اوښتي؛ درملنه یې شوې

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان حکومت وایي، ۸۴ افغان سرتیري چې له پولې اوښتي او خاورې ته یې ننوتلي و، نیولي دي. حکومت ویلي چې یو شمېر نور سرتیري د پولې بلې غاړې ته نژدې د کنټرول له یوې پوستې سره راټول شوي دي.  د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې نیول شوېو افغان سرتیرو ته یې خوراکي مواد او د هستوګنې موقتي ځایونه برابر کړي او هم یې درملنه کړې ده. په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي حکومت له هغو افغان سرتیرو سره بشري مرستې کوي چې د ترمز حیرتان په پوله د افغانستان په خاوره کې راټول شوي دي. حیرتان له ترمز سره د موټرو او ریلګاډي یوپل نښلوي. Читать дальше...

نورستان کې د مچیو روزنې او د شاتو د تولید برخه کې هڅې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې په دې ورستیو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره هڅې چټکې شوي دي. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن بکشنبه (د زمري په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې له نورستانه هرکال په زیاته کچه لوړ کیفیت لرونکي ډول-ډول شات په بېلابېلو وختونو او فصلونو کې د مچیو روزنکو له خوا راټولېږي چې د ګڼو خلکو د بوختیاوو ترڅنګ یې د شاتو په تولیداتو کې هم رغنده رول لوبولی دی. نوموړی وایي چې دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د مچیو روزونکو ورتګ ډېر شوی دی چې تر دا مهاله ۴۵۰ د اهلي شاتو مچیو... Читать дальше...

بانکونو کې ډالر کم شوي؛ اکثره خلک د خپلو پیسو د لېږد په هڅه کې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په بانکونو کې ډالر په کمېدو دي او اکثره خلک د خپلو پېسو د لېږد په هڅه کې دي. په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکیټ 'شهزاده سرای' مرستیال حاجي داد ګل نن یکشنبه (د زمري په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال یو ډالر په ۹۷ افغانیو تبادله کېږي. نوموړي وویل، که څه هم د افغانستان بانک پرون دوه پنځوس ميليونه ډالر ليلام کړل، خو لا هم نرخونه لوړ دي. سرای شهزاده وایي، د کابل په بازارونو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په بې ساري ډول لوېدلې ده. Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Кристина Агилера в боди вышла на сцену после похудения





Rss.plus
#123ru.net

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о компенсации части затрат на путевки в оздоровительные лагеря в рамках нацпроекта «Семья»




Цены удвоятся? Застройщики не хотят идти в небольшие города

Жительница Колымы отогнала медведя палкой

Тренды в страховании: цифровизация, новые опции и рост интереса населения

Из-за аварии двух легковушек центр Воронежа встал в пробках




پاکستان وايي افغان او بهرنيو خبریالانو ته د ويزو ورکړې پروسه تېزوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د پاکستان سفارت، د افغان او بهرنيو هېوادونو خبریالانو ته د ويزو ورکړې او پروسې تېزولو اعلان کړی دی. په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د اګست پر ۱۴مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د ويزو په ورکولو کې به له هيچا ناقانونه توګه پیسې نه اخيستل کېږي. هغه زياته کړې چې د پاکستان دولتي هوايي کمپنۍ (پي ای اې) او چارواکو سره په تماس کې دي چې د هغو خلکو لپاره د اضافي پروازونو بندوبست وکړي چې غواړي پاکستان ته لاړ شي. منصور احمد خان وايي، دوی بهرنيو هېوادونو د ماموريتونو، نړيوالو سازمانونو... Читать дальше...

طالبانو د بامیان ولایت هم له جګړې پرته ونیو

Pa.azadiradio.com 

د بامیان ولایت هم نن له جګړې پرته طالبانو ونیوه.  یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د بامیان چارواکي تېره شپه له دې ولایته وتلي او طالبانو نن سهار له جګړې پرته د بامیان مرکز ونیو. د دغه چارواکي په وینا د بامیان له زندانه ټول بندیان وتلي دي. ناتایید شوي راپورونه وایي چې خوست ولایت هم نن سهار د طالبانو لاس ته ولوېد. د طالبانویوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې مجاهدین د خوست ښار ته ننوتي او د تصفیې عملیات دوام لري.

په کراچۍ کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

دا برید د عوامي نېشنل ګوند د مخکښ فرمان خان پر کورنۍ شوی دی. نوموړی د عوامي‌ نېشنل ګوند د مرکزي کونسل غړی دی او وړاندې د یاد ګوند د سيند پخوانی جواينټ سيکريټري هم پاته شوی دی.

امریکا وايي چې خپل پنځه زره سرتیري به افغانستان ته ولېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس جو بایډن افغانستان ته د ۵۰۰۰ ځواکونو د لېږلو خبر ورکړی دی. دغه هېواد جمهور رییس جو بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر دپلوماتیکو، پوځي او استخبارتي مشورو ورسته یې اجازه ورکړې چې دغه ځواکونه له افغانستانه د امریکايي کار کوونکو د خوندي لېږد لپاره هغه هېواد ته واستول شي. بایډن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته دستور ورکړی چې د لا وینې تویدنې د مخنیوي او د یوې سیاسي حل لارې د لټولو لپاره له جمهور رییس غني او د افغانستان له نورو رهبرانو ملاتړ وکړي. په دې اعلامیه... Читать дальше...

د میدان وردګ او دایکنډي مرکزونه طالبانو ونیول

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار او د دایکنډي مرکز نیلي نن سهار وختي طالبانو ونیول.   د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا یوه غړي وحید الله اکبرزي ازادي راډيو ته وویل چې طالبان نن سهار وختي میدان ښار ته داخل شول او ټول دولتي تاسیسات يې ونیول.  ښاغلي اکبرزي زیاته کړه چې د طالبانو له ننوتو سره زندان مات او ټول بندیان ترې وتښتېدل.   طالبانو د یوي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار يې نیولی دی.   میدان وردګ ولایت چې د پلازمېنې کابل دروازه ګڼل کېږي، یوازې دوه ولسوالۍ،... Читать дальше...

په سعودي عرب کې د خورما کلنۍ مېله

Mashaalradio.com 

په سعودي عرب کې هر کال د خورما مېله جوړېږي چې ورته زرګونه خلک ورځي. تېر کال د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د خورما برامدات کم شول خو چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به یې برامد تر ۲۰،۰۰۰ ټنه زیات وي. مېلې ته ورغلي خلک د طلايي-نسواري رنګ خورما تر ټولو زیاته خوښوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


ATP

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России