ناټو: طالبان دې تشدد سمدستي بند او د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله پرونۍ فوق العاده غونډه کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو وګړو او د هغو افغانانو د وتلو پر هڅو بحث وکړ چې غواړي له هېواده ووځي. د ناټو عمومي منشي ینس سولټنبرګ د غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته پر هغو پرېکړو رڼا واچوله چې د بهرنیو چارو وزیرانو بحث پرې کړی و. هغه وویل، له افغانستانه د ناټو د غړو هېوادونو او د ناټو د متحدانو د وګړو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی د ایستلو عملیات لومړیتوب لري. سټولټنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان... Читать дальше...