الکوزی: د توکو د بیو لوړوالي سره-سره د لوږې او قحطۍ هېڅ وېره نشته
د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، که څه هم په بازارونو کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، خو په کافي اندازه خوراکي او نور توکي موجود دي.
د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې په بازارونو کې د بیو له لوړوالي سره ــ سره بیا هم د لوږې او قحطۍ هېڅ وېره نشته: "د افغانستان روان وضعیت په بازار منفي اغېز کړی، لس تر پنځلس سلنه په بازار کې توکي ګران شوي، خو مواد او خوراکي توکي شته او رسېږي، د لوږې هېڅ وېره نشته."
نوموړی زیاتوي چې د بیو د لوړېدو لوی لامل وروستۍ ناامنۍ، په بندرونو کې دوه ځایه محصول اخیستل او د افغانیو په مقابل کې د ډالرو بیې لوړېدل دي.
د یادونې وړ ده چې د توکو د بیو د لوړوالي له امله مخکې له دې یو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ په کندز کې شېرخان بندر، تخار کې ای خانم، په هرات کې تورغونډۍ او اسلام قلعه، په فراه کې ابو نصر فراهي او په پکتيا کې ډنډ پټان سوداګریز بندر د طالبانو لاسته لوېدلي او د افغانستان مالیې وزارت ویلي چې په دغو بندرونو کې فعالیت نه لري.