امریکا: ایران هغه بېړۍ یرغمل کړې وه چې د پاناما بیرغ پرې رپېده
امریکایي چارواکي ګمان کوي چې عمان خلیج کې ایراني ځواکونو هغه بېړۍ یرغمل کړې وه چې د پاناما بیرغ پرې رپېده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، هغه کسان چې دا بیړۍ یې پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه برمته کړې وه ایرانیان و، خو په خبره یې سملاسي داسې حالت کې نه دي چې دا خبره تایید کړي.
د بریتانیا سمندري ځواکونو پرون وویل، د متحده عربي اماراتو ساحل ته نژدې دا بېړۍ چې قیر په کې بار و، له برمته کېدو وروسته بېرته خوشې شوې ده.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب بیا ویلي، دوی دې پېښه کې لاس نه لري.