کندز چارواکو پر ۵۰۰ اړمنو بې ځایه شوېو کورنیو مرستې وویشلې
![کندز چارواکو پر ۵۰۰ اړمنو بې ځایه شوېو کورنیو مرستې وویشلې](https://gdb.rferl.org/d281902a-9f8d-4b1c-9ac3-c2425d9a2ed3_w800_h450.jpg)
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، دوی دغه ولایت کې له تېرې ورځې راهیسې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پر پنځه سوه مستحقه بې ځایه شوېو کورنیو د اړینو مرستو ويشلو لړۍ پیل کړې ده.
د کندز ولایت سرپرست والي نجیب الله عمرخېل ازادي راډیو ته وویل، د مرستو د وېشلو په دې بهېر کې په هرې بې ځایه شوې کورنۍ د ۱۲ زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل کېږي.
دی وايي: "موږ له هغو ټولو مرستندویو موسساتو څخه مننه کوو چې له بې وزله خلکو سره مرستې کوي."
په ورته وخت کې هغه شمېر بې ځایه شوېو کورنیو چې د دولت له لوري مرستې ترلاسه کړي خوښې څرګندوي، خو یو شمېر یې دغه مرسته کافې نه بولي.
د نوموړي ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس غلام سخي رسولي بیا وايي، کندز کې وروستیو جګړو څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه کړي.
له نژدې دوو میاشتو راهیسې د کندز ښار شااوخوا نژدې څنډې د شدیدو جګړو شاهد دی.