۲۰۱م سیلاب قل اردو: لغمان کې ۶ طالبان وژل شوي
![۲۰۱م سیلاب قل اردو: لغمان کې ۶ طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/c83d738c-bfb5-4e8b-a90e-7c625df8d263_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
۲۰۱م سیلاب قل اردو په لغمان کې د ۱۶ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند سید مقصود اغا ازادي راډیو وویل چې تېره ورځ ګډو دفاعي امنيتي ځواکونو د لغمان ولايت د علینګار ولسوالۍ ارمل او کندې سيمو کې پر وسله والو طالبانو هدفمند بريدونه وکړل چې په پايله کې یې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپيان دي.
نوموړی همداشان زیاتوي، تېره ورځ طالب وسله والو غوښتل چې د قرغیو ولسوالۍ امبيړ سيمه کې پر امنيتي پوسته بريد وکړي، خو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د انجينرۍ کنډک منسوبینو ورباندې د دقيقو کشفي راپورونو پر اساس بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې ۲ تنه طالبان ووژل شول او ۲ عرادې موټر سايکلونه يې د دوی لاسته ورغلل.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.