د جوزجان یو چارواکی: د ولایت د ودانۍ شااوخوا کې جګړه روانه ده
د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه وایي چې د ولایت د ودانۍ په شااوخوا کې جګړه روانه ده.
ښاغلي مالیه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي وضعیت دومره ښه نه دی او دی، والي او د امنیې قوماندان له کابله ورغلو ځواکونو سره د ولایت د ودانۍ په داخل کې دي او بهر یې هم طالبانو مورچلې نیولي.
د راپورونو له مخې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د شبرغان ښار د نیولو په هدف حملې زیاتې کړي او د دې ښار یو شمېر سیمې یې نیولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز ادعا کړې چې د شبرغان په اندخوې بندر کې یې د دوستم ماڼۍ نیولې او هغې ته یې اور ورته کړی دی، خو د جوزجان مرستیال والي دغه ادعا رد کړه.