د اوکراین ولسمشر: هڅه کوم له بیلتون غوښتونکو سره جګړه پای ته ورسوم
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، تر خپلې وسې ټوله هڅه کوي چې د روسیې له ملاتړو بیلتون غوښتونکو سره روانه جګړه پای ته ورسوي، خو دغه سوله او د دونباس پر سیمې کنټرول په سلو کې نوي د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتین پورې تړلی.
زلنسکي د اوکراین له ټلوېزیوني کانال سره په مرکه کې چې پرون پنجشنبې خپره شوې دغه راز ویلي چې له پوتین سره د کتنې لپاره تیاری نیول شوی.
تراوسه کیف او مسکو د دغې کتنې د ځای په اړه نه دي سلا شوي.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف ویلي چې پوتین غوره بولي چې له خپل اوکرایني سیال سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو وغږیږي نه د اوکران د ختیځ پر وضعیت.
د مسکو او کیف ترمنځ اړیکې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه، ترینګلي شوي دي.