له افغان ځواکونو ملاتړ؛ دیني عالمانو جلال اباد کې وینه ورکړه
![له افغان ځواکونو ملاتړ؛ دیني عالمانو جلال اباد کې وینه ورکړه](https://gdb.rferl.org/85b09840-f32b-4be8-9140-6e4c06a75107_w800_h450.jpg)
د ختیځو ولایتونو ګڼ شمېر دیني عالمانو نن شنبه (د زمري ۱۶مه) د ننګرهار مرکز جلال اباد کې راټول وو او د یوې غونډې پرمهال یې د افغان ځواکونو ټپي شوېو سرتېرو ته وینه ورکړه.
دیني عالمانو په دغې غونډې کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او پر طالبانو یې غږ وکړ چې نور دې له جګړو لاس واخلي.
دیني عالم غازي ګل شینواري رسنیو سره خبرو کې روان جنګ پردی او قربانیان یې افغانان وبلل.
ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د الله اکبر په ویلو دې افغان ولس نه ګواښي: "خو نن چې وړاندې کېږو، موږ په الله اکبر څوک نه پرېږدي، د الله اکبر ضمه واري د ای اېس ای خوارجو په غاړه اخستې ده، خوارجه راځه اسلام سم مطالعه کړه، اسلام یوازې د افغانستان لپاره نه دی، دا د نړۍ له پاره دعوت دی."
دغه دیني عالمان په داسې حال کې افغان ځواکونو ته خپله وینه ورکوي او له دوی ملاتړ کوي چې نېږدې په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ توده جګړه روانه ده.
په دغې غونډې کې دیني عالمانو له نړېوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه څو پر طالبانو فشار راوړي چې روانه وینه تویېدنه بنده او سولې ته غاړه کېږدي.
طالبانو تر اوسه د دغو دیني عالمانو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې یې ګڼې ولسوالۍ نیولي او ان د ځینو ولایتونو د مرکزي برخو د نیولو ادعا یې هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د روانو جنګ جګړو له کبله ګڼو ملکیانو ته هم د سر او مال زیانونه اوښتې او لسګونه زره کورنۍ له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ شوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.