Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

د مینه‌پال وژنې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د خطر زنګ کړنګولی

0
د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال وژل کېدو، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د خطر زنګ کړنګولی دی.


د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ 'نی' وايي، دا ګواښ ‌باید بابیزه وګڼل شي.


د دې بنسټ اجراییه رییس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله ځینو رسنیو خپل چارې درولي دي: "په هدفمند ډول د خبریالانو د وژل کېدو بیا پیل سره د خطر زنګ وهل شوی دی. مهمه دا ده چې طالبانو د دواخان مینه‌پال چې د حکومت د رسنیو کار کوونکی و، د وژنې مسوولیت منلی دی. تر اوسه داسې یو څه نه وو. اوس‌مهال د یو ډېر شمېر رسنیو چارې درېدلي دي".




د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس دواخان مینه‌پال پرون د جمعې (د زمري ۱۵مه) په ورځ د کابل د دارالامان پر سړک ووژل شو.




د هغه د وژنې مسوولیت طالبانو ومانه. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دواخان مینه‌پال خبریال نه و، بلکې هغه د حکومت د تبلیغاتي دستګاه مسوول و.


په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بیان ازادۍ د بندولو او د ازادو رسنیو د فعالیت د درېدو لپاره هڅې روانې دي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.




په ورته وخت کې تازه بریتانیې ویلي، هغه خبریالان چې له بریتانوي رسنیو سره یې کار کړی او ژوند ته یې ګواښ دی، خپل هېواد ته لېږدوي.


یو شمېر خبریالان هم د روان وضعیت او د خپل راتلونکې په اړه اندېښمن دي.


افغان خبریاله هوسۍ احمدزۍ وايي، حکومت باید دوی د امنیت ساتلو لپاره بېړني ګامونه واخلي: "د خپل راتلونکې په اړه ډېرې اندېښنې لرم. نه پوهېږم چې په افغانستان کې به څه کېږي؟ وضعیت ورځ تر بله خرابېږي. په ځانګړي ډول خبریالان هره ورځ له نویو ستونزو سره مخ کېږي. د دوی سر او مال په امان کې نه دی، موږ ډېر اندېښمن یوو."


د خبریالانو له دوی د ملاتړو بنسټونو اندېښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې افغانستان کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان لکه په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او په غزني، کابل، غور او نورو ولایتونو ځینې نور ووژل شول.


په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، د خبریالانو، رسنیز او مدني فعالانو امنیت مهم دی او د دوی پر وړاندې د ګواښونو د څېړلو لپاره بېلابېلې څانګې کار کوي.




ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "په دې برخه کې او د خبریالانو د دوسیو د څېړلو لپاره ځانګړې اداره شته، څو دې پېښو ته ورسېږي. که د خبریالانو ژوند ته ګواښ وي، ځانګړې اداره یې څېړي. یعنې موږ په دې برخه کې کار کړی او پلانونه تر لاس لاندې لرو."


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز دواخان مینه‌پال هم وړاندې خبریال پاتې شوی و.


د هغه ورور عبدالله مینه‌پال وايي، دواخان ۴۲ کلن او د زابل اصلي اوسېدونکی و. له هغه دوه زامن او درې لوڼې پاتې شوې.


د دواخان مینه‌پال جسد نن شنبه (د زمري ۱۶مه) په کابل کې د هغه د خپلوانو، ملګرو، دولتي چارواکو، د پارلمان د غړو او د رسنیو او د مدني فعالانو د استازو په مخ کې د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России