اوسیدونکي: طالبان د غزني ښار ته ننوتلي، جګړه روانه ده
طالبان نن پنجشنبه (د زمري ۲۱مه) سهار د غزني ښار ته ننوتلي او دا مهال هم هلته د دوی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو توده جګړه روانه ده.
تر اوسه ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزني اوسیدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې طالبان ښار ته ورغلي دي.
طالبانو هم داسې انځورونه خپاره کړي چې ښار کې د دوی حضور ښيي او دغه راز یې ادعا کړې چې د ولایت مقام، امنیه قومانداني او نور مهم دفترونه یې نیولي دي.
پر غزني سربېره له لښکرګاه، کندهار او قلعه نو ښارونو هم د تودې جګړې راپورونه خپاره شوي دي.
دفاع وزارت د طالبانو پرضد د عملیاتو خبره کوي او وایي، بېلابېلو ولایتونو کې یې ځمکنیو او هوایي بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.