کرکټ؛ ۱۹ کلنه افغان لوبډله د لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي
د کرکټ لوبې افغان ۱۹ کلنه لوبډله د لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي. دا لوبډله راتلونکې سېپټمبر مياشت کې هغه هېواد سفر کوي.
افغان لوبډله به له کوربه لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دا لوبې د سېپټمبر له ۵مې نېټې پيل او د همدې مياشتې پر ۲۰مه نېټه پای ته رسېږي.
افغان کرکټ بورډ ويلي دي چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دېش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو به ترسره کړي.