چارواکي: ډېر ژر به د لغمان د 'وطن ګټو' بند عملي چارې پیل شي
د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي چې د لغمان، د 'وطن ګټو' بند سروې بشپړه او ډېر ژر به عملي چارې پیل شي.
د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن چهارشنبه (د زمري په ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لویه پروژه ده چې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا، د چاپېریال ساتنې، هېوادوالو ته د کار پيدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړیږي.
د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لري، ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه ذخېره کوي او د ۴ مېګا واټه برښنا د تولید ارزښت لري.
د دې بند په ډيزاین یې ۱۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.