د کرنې وزارت د پور ورکونې شرایط اسانه کوي
د افغانستان د کرنې وزارت د پور ورکونې شرایط اسانه کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، یاد وزارت په پام کې لري چې بزګرانو او کرنیزو متشبثینو لپاره د پور ورکونې شرایط تر پخوا لا ډېر اسانه او ساده کړي.
نوموړي وویل چې د پور اخیستونکو د پور اخیستنې په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو لپار ه د کرنې د پراختیا صندوق جوړ شوی دی.
یاد صندوق د خپل فعالیت له پیله تردې دمه څه باندې ۱۸ سوه میلیونه افغانۍ پورونه ورکړي دي.
وزارت څو موده مخکې هم ۹۰۰ میلیونه افغانۍ منظور کړي، څو بزګرانو ته ورکړل شي.
وزارت وایي، د بزګرانو ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دي.
د کرنې د پراختيا صندوق د فعاليت له پيل تردې دمه ۱۵ زره بامياني بزګرانو ته يو ميليارډه او شپږ ميليونه افغانۍ پورونه ورکړل شوي دي.
باميان د کچالو له عمده توليدوونکو ولایتونو څخه دی چې بزګران يې په ټاکلي وخت پور پرې کوي.
چارواکي وایي، د کرنې د پراختيا صندوق پورونه ډېر اغېزناک تمام شوي او په ځانګړي توګه د قرنطين په وخت کې د دې ولايت بزګران ۲۰۰ميليونه افغانۍ پورونه اخيستي دي څو وکولای شي خپل اقتصادي وضیعت ښه کړي.