د ارزګان چارواکي: د ترینکوټ ښار په څنډو کې جګړه روانه ده
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار نن پنجشنبه (د زمري په ۲۱مه) ازادي راډيو وویل، طالبانو د تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې پر ترینکوټ ښار بریدونه کړي او یو شمېر سیمې یې له افغان ځواکونو نیولي دي.
ښاغلي سالار زیاته کړه: "د یادې جګړې پر مهال تر دا مهاله پنځه پولیس ټپیان شوي، دوه رینجره او یو هاموې ټانګ تخریب شوي او زموږ کمربندونه راشاته شول، څو مو سرتیري خوندي وي او زیان ورته ونه رسیږي."
سالار وايي، په جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق راپور نه لري.
بل خوا راپورونه ښيې د تېرې ورځې راهیسې په ترینکوټ کې د روانې جګړې له امله ۱۰ ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په سیمه کې خلک وايي، وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار تر څنډو را رسیدلي او اوس مهال طالبان د امینه قوماندانۍ سره په سل مترۍ کې دي.
د دې ترڅنګ په ترینکوټ ښار کې یو شمېر خصوصي راډيوګانو هم خپل خپرونې بندې کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.