کابل کې د هنډبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
په کابل کې نن پنجشنبه (د زمري ۲۱مه) د هنډبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې د هنډبال دغه سیالۍ د لسو لوبډلو او ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ د ورزش او بدني روزنې ریاست په جمنازیوم کې ترسره کېږي.
لوبغاړي به د شپږو ورځو لپاره سیالي وکړي، څو غوره لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
دغه سیالۍ د هنډبال د غوره څېرو د پېژندګلوي او د کابل منتخبې لوبډلې ته يې د ور پېژندو په هدف ترسره کېږي.
په پایلوبه کې به ۳۲ لوبغاړي د پلازمېنې کابل لوبډلې ته غوره شي.