ولایتي شورا: د کونړ اسمار ولسوالۍ طالبانو نیولې
د کونړ اسمار ولسوالۍ هم تېره شپه وسله والو طالبانو لاس ونېوله.
د کونړ ولایتي شورا وايي،له اسمار ولسوالۍ تېره شپه په تیاره کې افغان ځواکونو شاتګ کړی.
د یادې شورا غړي جمالدین سیار ازادي راډیو ته وویل، اسمار ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته پرېوته.
نوموړی زیاتوي، په اسمار کې مېشتو افغان ځواکونو له ولسوالۍ ټول وسایل او وسلې راویستلې او شاتګ يې کړی: "اسمار خو سقوط کړی او دوی ښکته راغلي دي. خط یې بېرته د اسمار ولسوالۍ اړوند د پلوڅو ناو سېمه کې جوړ کړی دی.د شلتن پوستې هم افغان ځواکونو بېرته نېولې دي."
وسله والو طالبانو ویاند هم د اسمار د نیولو ادعا کړې.
حکومتي مسوولین او د امنیتي ارګانونو مشران هم مني چې اسمار ولسوالۍ یې له لاسه وتلې ده.
له اسمار وړاندې د کونړ غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ او د نورستان کامدېش، برګېمټال، دواب او منډول ولسوالۍ هم طالبانو نیولي دي.
یوازې له غازي اباد او اسمار په زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي چې نن سبا په سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې تېروي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، له جګړو په تنګ شوي او دواړه خواوې باید له جنګ او ورور وژنې لاس واخلي او ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.