کاناډا په افغانستان کې ډيپلوماتیک مأموریت وځنډاوه
![کاناډا په افغانستان کې ډيپلوماتیک مأموریت وځنډاوه](https://gdb.rferl.org/0737c3a7-65b4-4fd7-9085-3aadb6783930_w800_h450.jpg)
کاناډا په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک مأموریت وځنډاوه.
کاناډایي رسنیو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس ویلي چې دوی دا مأموریت د لنډې مودې لپاره درولی دی.
اعلامیه کې راغلي چې ټول کاناډایي ډيپلوماتان له کابله وتلي دي.
دوی ویلي، هر کله چې کابل کې د خپلو ډيپلوماتانو د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي، خپل سیاسي مأموریت بېرته پیلوي.
بل لور ته روېټرز اژانس د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد له کابله د ډيپلوماتانو د وتلو په چاره کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېر ماښام یو ځل بیا اعلان وکړ چې کابل کې ټولو سفارتونه، سیاسي استازولیو او د بهرنیو اتباعو هستوګن ځایونو ته به خطر نهپېښېږي.