البانیا د افغان پناه غوښتونکو په اړه د امریکا غوښتنه منلې
البانیا د امریکا غوښتنه منلې چې په موقت ډول هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې د طالبانو د چټک پرمختګ له امله له هېواده ووځي.
د البانیا صدراعظم ایدي راما نن په خپله فیسبوک پاڼه کې وویل چې د امریکا حکومت په وروستیو کې ترې غوښتنه کړې وه چې دا مساله چې ایا کولای شي یو شمېر هغو افغان کډوالو ته چې د سفر وروستی مقصد یې متحده ایالات دي، د ټرانزیټ هېواد په توګه رول ولوبوي، وڅیړي.
راما وویل، موږ دې غوښتنې ته نه نه شو ویلی او هغه هم نه په دې خاطر چې زموږ لوی متحد له موږه کړې، بلکې موږ البانیا یو.
یو شمېر سرچینو روانه اوونۍ رویټرز اژانس ته ویلي و چې د امریکا حکومت د البانیا او کاسوو په ګډون یو شمېر هېوادونو سره خبرې کړي چې هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کړي او د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، په موقت ډول ومني څو متحدو ایالاتونو ته یې د ویزې پروسه بشپړه شي.