ازبیکستان ته ۸۴ افغان سرتیري اوښتي؛ درملنه یې شوې
![ازبیکستان ته ۸۴ افغان سرتیري اوښتي؛ درملنه یې شوې](https://gdb.rferl.org/7e374feb-6e5f-4bff-ac5d-83ffb12ae1c9_w800_h450.jpg)
د ازبیکستان حکومت وایي، ۸۴ افغان سرتیري چې له پولې اوښتي او خاورې ته یې ننوتلي و، نیولي دي.
حکومت ویلي چې یو شمېر نور سرتیري د پولې بلې غاړې ته نژدې د کنټرول له یوې پوستې سره راټول شوي دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې نیول شوېو افغان سرتیرو ته یې خوراکي مواد او د هستوګنې موقتي ځایونه برابر کړي او هم یې درملنه کړې ده.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي حکومت له هغو افغان سرتیرو سره بشري مرستې کوي چې د ترمز حیرتان په پوله د افغانستان په خاوره کې راټول شوي دي.
حیرتان له ترمز سره د موټرو او ریلګاډي یوپل نښلوي.
د راپورونو له مخې پرون د طالبانو له خوا د مزارشریف تر نیول کېدو وروسته د عطا محمد نور او مارشال عبدالرشید دوستم ملاتړي وسله وال چې په کې حکومتي سرتیري هم شامل دي، حیرتانو ته په شا شوي او یو شمېر یې د ازبیکستان خاورې ته داخل شوي دي.