کابل کې د امریکا سفارت کارکوونکي د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدول شوي
![کابل کې د امریکا سفارت کارکوونکي د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدول شوي](https://gdb.rferl.org/08994DF0-819B-4358-BA59-510B7B33AA2C_w800_h450.jpg)
په کابل کې د امریکا سفارت ټول کارکوونکي د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا پوځ د دغه هوايي ډګر د انګړ امنیت خوندي کړی دی.
دغه وزارت وايي، د امریکايي ډیپلوماتانو او نورو کارکوونکو وتل پیل شوي دي.
په دې ډله کې هغه افغانان هم راځي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال همکاري کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون په یوه اعلامیه کې په خوندي ډول د سفارت د ټولو کارکوونکو د تخلیې د بشپړېدو خبر تأیید کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي، د دغو کسانو د لېږد لپاره به نن ملکي او پوځي الوتنې پیل شي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.