د افغانستان له روان وضعیته د فرانسې اندېښنه
![د افغانستان له روان وضعیته د فرانسې اندېښنه](https://gdb.rferl.org/60fb76f6-3032-4578-a0ea-a9e03d7a9f38_cx58_cy22_cw40_w800_h450.jpg)
د فرانسې ولسمشر اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان له روان وضعیته ترهګر استفاده ونه کړي.
ایمانوئل مکرون له پاریسه په یوه بیان کې چې د تلوېزیون له لارې پرون خپور شو، وویل: "ترورستي ډلې په افغانستان کې شته او هڅې کوي چې له دې بې ثباتۍ ګټه واخلي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو مشترک او متحد ځواب ورکړي."
ښاغلي مکرون دې ته هم اندېښنه وښوده چې د افغانستان بې ثباتي به د اروپا په لور د کډوالو بهیر ورمات کړي.