کارپوهان: افغانستان کې له سیاسي او امنیتي پلوه د واک تشې اندېښنې زیږولي
کابل ته د طالبانو له راتګ دوه ورځې تېریږي، خو لا یې هم د حکومت رسمي اعلان نه دی کړی.
د حقوقي او سیاسي چارو کارپوهان وايي، دې غیرمترقبه حالت په افغانستان کې د واک تشه رامنځته کړې چې باید ژر تر ژره په یو ټول شموله حکومت ډکه شي.
د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اوس مهال کال کې یو ځانګړی وضعیت حاکم دی: "په کابل کې اوس یو خاص وضعیت حکم فرما دی، له یو پلوه د واک انتقال نه دی ترسره شوی، له بل پلوه د طالبانو مشران تر اوسه کابل ته نه دي راغلي، حکومت یې نه دی اعلان کړی، یوه مطلقه خلا حکم فرما ده او د واک تشه رامنځ ته شوې ده."
ځینې نور بیا وايي، که څه هم اشرف غني واک نه دی سپارلی، خو طالبان هڅه کوي چې په قطر کې له بېلابېلو ډلو سره تر خبرو وروسته په داسې ټول شموله حکومت هوکړه وکړي چې هم نړیوالو کچه او هم په کوردننه ټولو ته د منلو وړ وي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد ودیر صافی بیا وايي، طالبان هڅه کوي چې بېلابېلو خواوو ته په حکومت کې ونډه ورکړي او د حکومت اوسنۍ تشه پرې ډکه کړي.
ښاغلي صافي زیاته کړه: "طالبان له تېرو تجربو ګټه اخیستې او اوس په سیاست پوهېږي، که یې ځانګړی حکومت اعلان کړ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د نړۍ تر ګواښ لاندې به وي، په قطر کې د دولت له پلاوي سره هم ډېر وخت پر خبرو بوخت دي، هڅه یې دا ده چې یو ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي."
په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوهان وايي، له سیاسي خلا سره په خوا کې امنیتي خلا هم رامنځ ته شوې، ځکه ولسمشر محمد اشرف غني د اعلی سرقوماندان په توګه امنیتي واک نه دی سپارلی او اوس مسوول امنیتي چارواکی نشته.
د پوځي چارو کارپوه باري عارض ازادي راډيو ته وویل، هغه مسوولې مراجعې چې هېواد یې اداره کاوه اوس نشته: "امنیتي تشویشونه اوس هم پر خپل ځای دي، ځکه په حوزو کې پولیس نشته، هغه مسوولې مراجعې چې هېواد یا کابل ښار اداره کاوه اوس نشته، خلک په تشویش کې دي چې زر باید مسوول چارواکي رامنځته شي."
نوموړی ټینګار کوي چې له نېکه مرغه کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره په ښار کې چور نه دی شوی او لا هم کومه ستره امنیتي ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.
دوه ورځې وړاندې طالبان د کابل تر دروازو را ورسېدل، دوی که څه هم اعلان کړی وو چې له کومې هوکړې پرته به کابل ښار ته نه ننوځي خو وروسته يې د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې وویل چې په ښار کې پولیس نشته، د امنیت د ټینګښت لپاره اړ دي چې کابل امنیت خوندي کړي او ښار ته ننوتل.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې څرګندونو په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد هم له ځان سره ولرو خو بریالي نه شو.
په ورته وخت کې د هند سفارت له کابله د خپلو کارکوونکو د وتلو اعلان وکړ، د راپورنو له مخې اوس په کابل کې یوازې د درې هېوادونو، پاکستان، روسیې او چین سفارتونه فعال دي.
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې، له کابله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شور رئیس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي او د راتلونکي حکومت پر جوړښت له طالبانو سره خبرې وکړي، د دغه پلاوي د تګ په اړه دقیق معلومات نشته.
دا چې اوس مهال د افغانستان واک له چا سره دی؟ ازادي راډیو هڅه وکړه چې د حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار نظرونه له ځان سره ولري، خو دوی او دوی ته نږدې کسانو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.