د راتلونکي نظام په اړه له کابله دوحې ته د درې کسیز پلاوي سفر ځنډیدلی
تمه وه چې نن له کابله د قطر پلازمېنې دوحې ته یو درې کسیز پلاوی ولاړ شي، خو د ستنېدا سفر ځنډیدلی دی.
د ملي مصالحې عالي شورا یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل چې نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته د سفر ځنډ تایید کړ، خو دلیل یې روښانه نه کړ.
تېره شپه حامد کرزي او عبدالله عبدالله وویل چې د ګلبدین حکمتیار په ګډون نن دوحې ته ځي.
د دې سفر موخه، د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحثونه ښودل شوي دي.
داسې سفر داسې مهال ځنډېږي چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې لاهم د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولې الوتنې ځنډنۍ دي.
د دې سفر د ځنډېدو یو دلیل هم کېدای شي، په هوايي ډګر کې همدا ترینګلی حالت وي.
معلومه نه ده چې د سفر کره نېټه به کله وي؟ خو د ملي مصالحې عالي شورا یې هر څه ژر د کېدو خبره کوي.
پرون طالبانو هم ازادي ته وویل چې له کابله یو شمېر سیاسیون دوحې ته ورځي، څو د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه سره خبرې وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، دوی چمتو دي چې د راتلونکي ترتیب په اړه ټول افغان جهتونو سره خبرې وکړي، خو د دې خبرو محتوا او تر خوا یې د راتلونکي نظام څرنګوالی، هغه مسایل دي چې په اړه معلومات مبهم دي.
طالبانو ويلي چې غواړي ټول ګډونه اسلامي حکومت جوړ کړي، خو دا چې څه ډول نظام به وي؟ په اړه یې بحث نه دی شوی.
خو له طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون، ډېری هېوادونو په دې اړه غوښتنې کړي، څو یو داسې نظام جوړېدو ته لار پرانیزي چې ټول لوري په کې شریک وي.
دا په داسې حال ده چې افغانستان اوسمهال د واک په یوه تشه کې واقع دی او داسې رسمي اداره نهشته چې نړیوال ملاتړ او قبولیت ولري، څو د هېواد رسمي چارې پر مخ بوځي.
که څه هم طالبان په افغانستان واکمن دي، خو له افغانستانه د جمهور رییس غني له وتلو وروسته، د ارګ د رهبرۍ چوکۍ د هغه ځایناستی نه لري.
دا هم معلومه نه ده چې په دوحه د راتلونکي نظام په اړه بحثونه به د دې چوکۍ برخلیک څه ډول وټاکي.