جرمني: بلاروس له کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
جرمني یو ځل بیا بلاروس تورن کړ چې له کډوالو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.
بلاروس په دې وروستیو کې پر دې هېواد د لویدیځ د لګول شوېو بندیزونو په غبرګون کې خپلې پولې د کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې پرانیستې پریښي دي.
په دې وروستیو کې له بلاروس څخه یو زیات شمېر عراقي کډوال او پناه غوښتونکي لیتوانیا ته اوښتي.
پولنډ هم په وروستیو اونیو کې د کډوالو د یوې نوې څپې شاهد و چې اروپایي ټولنې ېې دې ته اړ کړه چې خپلې پولي کلکې او غیر قانوني کډوال ورڅخه لېرې کړي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د لیتوانیا له صدراعظم سره په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د بلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو له پناه غوښتونکو د سیاسي وسیلې او د دې ټولنې امنیت ته د زیان رسولو په توګه کار اخلي.