اروپایي ټولنه د غیرقانوني کډوالو د وضعیت په اړه غږیږي
په افغانستان کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته نن چهارشنبه (د زمري په ۲۷مه) د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د غیرقانوني کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کوي.
د دې ټولنې ځینې غړي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده په پراخه کچه د خلکو د تېښتې له کبله اندېښمن دي.
په نننۍ غونډه کې په رسمي ډول د افغانستان په باب خبرې نه کېږي، خو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د اروپايي ټولنې ځیني مشرانو پر یو لړ ستراتيژیو کار پیل کړی څو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د کډوالو د ناڅاپي ننوتو د تکرار مخه ونیسي.
اروپايي ټولنې د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره په وروستیو څو کلونو کې کلک تدابیر نیولي خو د بلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشنکو ښکاره ګواښ کړی چې د عراق، افغانستان او سوریې کډوالو ته به اجازه ورکړي څو د ګاونډي هېواد لیتوانیا له سرحد څخه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوځي.
لوکاشینکا دا پرېکړه پر بلاروس د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې کړې ده.