شعيب ګنډه پور ۸۵ هېوادونه ليدلي او د سفرونو کیسي کوي
![شعيب ګنډه پور ۸۵ هېوادونه ليدلي او د سفرونو کیسي کوي](https://gdb.rferl.org/EA06780B-925E-49B8-A778-10407E250B0D_w800_h450.jpg)
د خيبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان اوسېدونکی شعيب ګنډه پور په پاکستاني پاسپورټ د ۸۵ هېوادونو سفرونه کړي او وايي دا یو ډول رېکارډ دی. هغه وايي چې په ماشوموالي کې به يې د نورو هېوادونو نقشې جمع کولې او ښايي هم دا د دې لامل وي چې په ده کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د سفرونو شوق پېدا شو. نوموړی د سفرونو کې ترخې او خوږې خاطرې لري چې د مشال مرکه کې یې راسره شريکې کړې دي.