دویچه ویلې وایي، طالبانو د دوی د یوه خبریال نژدې خپل وژلی
جرمني اژانس دویچه ویلې وایي، طالبانو د دوی د یوه خبریال نژدې خپل وژلی دی چې له دې سره د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو د کار کوونکو او د هغوی د کورنیو ژوند ته په نړویواله کچه اندېښنې په زیاتېدو دي.
د جرمني اژانس په باور طالبانو د دوی د خبریال یو بل خپل ټپي کړی دی او دا پېښه نن هغه وخت وشوه چې طالبانو په کابل کې کور په کور د دې خبریال پلټنه کوله.