داعش: طالبان بریالي شوي نه دي، امریکا راوستي دي
د اسلامي دولت، داعش ډلې ویلي دي طالبان بریالي شوي نه دي، امریکا راوستي دي.
وروسته تر دې چې د یکشنبې په ورځ طالبانو کابل ښار ونیو دا لومړی ځل دی چې داعش د افغانستان د پېښو په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.
داعش د الانباء په نوم په خپلې اونیزې کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په اړه ویلي دي چې د دوی بریا د اسلام لپاره نه ده دا د سولې لپاره ده، د خبرو لپاره ده، د جهاد لپاره نه ده.
داعش تور پورې کړی دی چې امریکا له دې طالبانو د یوې وسیلې په توګه د اسلام تر سیوري لاندې، د مسلمانانو د بې لارې کولو او د داعش د حضور پرضد په سیمه کې استفاده کوي.
په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې په مختلفو سیمو کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې شوي دي او د یوه بل کسان یې وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.