بهرنی سرتیری: له افغانستانه نه وځم څو افغان همکاران مې راسره نه وي
![بهرنی سرتیری: له افغانستانه نه وځم څو افغان همکاران مې راسره نه وي](https://gdb.rferl.org/4DB9C7B4-335E-4AD2-B5D3-619B54689C00_cx0_cy0_cw58_w800_h450.jpg)
د بریتانیا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری چې په افغانستان کې یې د حیوانانو یو پناه ځای جوړ کړی وايي، د دې مرکز د افغان کار کوونکو او د هغو د کورنیو له اېستلو مخکې به له افغانستانه ونه وځي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پاول پن فارتنګ چې ۲۲ کاله یې د بریتانیا په سمندري ځواک کې خدمت کړی او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې د هلمند په جګړه کې هم ګډون کړی، په کابل کې د زېږون په نامه د حیواناتو د ساتنې مرکز جوړ کړی دی چې د درېیو ښځینه وترنرانو په ګډون ټول ۲۵ کار کوونکي لري.
ښاغلي پن فرټینګ ویلي دي چې غواړي دا کار کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي په بریتانیا کې د کډوالو په څېر ومنل شي، ځکه د ده په وینا ښايي طالبان پردې مرکز ځکه برید وکړي چې د بهرنیانو د مرستو په پیسو جوړ شوی.
د طالبانو ویاند په دې اړه چې ایا افغانان په بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې کار ته دوام ورکولای شي که نه، د رویټرز خبري اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.