طالبانو په کابل کې د رسنیو د ستونزو حل ته کمېټه جوړه کړې
طالبانو په کابل کې "د رسنیو د ډاډ او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره درې اړخېزه کمېټه" جوړه کړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې کمېټه کې به "د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون باصلاحیته غړی، د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د فدراسیون غړي او د کابل امنیه قوماندانۍ یو تن باصلاحیته استازی ګډون ولري."
د نوموړي په وینا دا کمېټه "به د رسنیو ستونزو ته رسیدګي کوي."
ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په کابل کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې ژورنالیستانو او رسنیو ته ډاډ ورکړی و چې که خپرونې یې د اسلامي او د افغانستان د ملي ارزښتونو پر خلاف نه وي او بې پرې نشرات وکړي طالبان یې د کار مخه نه نیسي.
خو د دې ډاډ سربېره، په تېرو څو ورځو کې د ځینو رسنیو کار کوونکو له دوی سره د ناسم چلند او یا د دوی کورنو ته د طالبانو په نوم د ځینو وسله والو د ورتګ راپورونه ورکړي دي.