جرمني خپلو اتباعو ته: د خطر له امله د کابل هوایي ډګر ته مه ځئ
له امریکا وروسته جرمني هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د احتمالي خطر په خاطر د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لاړ نه شي.
د امریکا سفارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د کابل د هوايي ډګر د دروازې مخته بالقوه امنیتي خطر شته او له دې کبله امریکایانو ته سپارښتنه کوي چې هوايي ډګر ته ورنه شي مګر دا چې د امریکا حکومت ورڅخه وغواړي.
د جرمني سفارت هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د کابل هوايي ډګر ته لاړ نه شي.
دغه سفارت ویلي چې طالبان هوايي ډګر ته نژدې له خلکو پوښتنې - ګروېږنې کوي.
د امریکا د پوځ یوه چارواکي جنرال ویلیم ټیلر پنتاګون ته ویلي چې تېره اوونۍ د کابل د هوايي ډګر له لارې له افغانستانه ۱۷ زره تنهایستل شوي چې د هغو په منځ کې ۲ زره ۵۰۰ امریکایان دي.