عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست وټاکل شو
![عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست وټاکل شو](https://gdb.rferl.org/54C2368F-5F71-4A36-A05E-FD036B1F0CA2_w800_h450.jpg)
عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس وټاکل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا خبر تایید شوی دی.
ښاغلی فضلي له دې وړاندې هم د کرکټ بورډ عمومي رییس پاتې شوی دی.
فرحان یوسفزی چې د کرکټ بورډ رییس و تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی فضلي داسې مهال د کرکټ بورډ سرپرست رییس ټاکل کیږي چې ټاکل شوې افغان لوبډله راتلونکې میلادي میاشت په سریلانکا کې له پاکستان لوبډلې سره مخ شي.
خو په افغانستان کې وروستیو بې ثباتیو ته په کتو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښایي دا سیالۍ وځنډول شي.