طالبان د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر کور ته ننوتلي
![طالبان د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر کور ته ننوتلي](https://gdb.rferl.org/1c71cc56-3599-446a-9fe4-b6793b342ea4_cx5_cy15_cw89_w800_h450.jpg)
د انعکاس ټلوېزیون یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، ادعا وکړه چې تېره شپه یو شمېر طالبان چې ځانونه د حقاني شبکې غړي بلل، د دې ټلوېزیون د مشر انجنیر زلمي کورته ننوتل او درې میله وسلې او څو موټر یې ترې بوتلل.
د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو انجنیر زلمی او ورور یې خوندي ځای ته انتقال کړل.
د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو کورونو ته ننوتل او د هغوی موټر او سامان اخیستل د ده په خبره د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف دي او باید په کلکه یې مخنیوی وشي.
د ښاغلي شاهین په وینا ، طالب چارواکي د پیښو تعقیب کوي.