Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2021

له افغانستانه د ځینو کسان وتل؛ امریکا: لا مو ۲۵۰۰۰ افغانان ایستلي

0
د کابل حامدکرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر نه لا هم د بهرنیو هېوادونو د افغان کار کوونکو د ایستلو لړۍ روانه ده خو دې ځای کې په زرګونو افغانان لا هم بهر ته د تګ په هیله ورنه راټول دي او لا هم بې نظمه دی.


‎دلته ځینو راټول شوېو کسانو چې بهر ته د تګ اراده لري د نوم نه ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې یاده سیمه کې حاکم وضعیت شدیدا ګواښوونکی دی.


دی وايي: "دلته حالات دومره بد دي چې د سړک پر سر هم خلک پراته دي، دلته د خوست د طالبانو هغه ځانګړې قطعه راغلې او هوایي ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي، ان تردې چې خبر شوم د شپې د همدې هوایي ‌‌‌‌‌‌ډزو له امله د برښنا یو مزی شلېدلی او پر خلکو راولېدلی او درې څلورکسان یې له امله مړه شوي."


‎وړاندې هم په کابل حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته څېرمه د ګډو‌‌‌‌‌‌ډیو له امله د وړو ماشومانو تر پښو لاندې کېدو کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي.


‎خو تازه نن دوشنبې په کابل کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې که څوک د بهرنیو هېوادونو رسمي بلنلیک او اسناد ونه لري، هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته د ننوتلو او الوتکې ته د داخلېدو اجازه به ور نه کړل شي.


‎عبدالله چې د افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو یو افسر و وایي چې دوه شپې یې هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته نېږدې تېرې کړي، د دې لپاره چې وضعیت ګډو‌‌‌‌‌‌ډ و او ده ته د میدان د ننوتلو اجازه نه ده شوې بېرته کور ته راستون شوی دی.


نوموړی زیاتوي: "دننه وضعیت ‌‌‌‌‌‌ډېر بد دی، هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اسانتیا نشته، خوراکي توکي نه موندل کېږي، یو شمېر خلک ان په کې مړه شوي دي، یوازې هغو خلکو ته اجازه ورکول کېږي چې پاسپورټ، د بهر ملک چې دوی ورسره کار کړی د هغه ځای ویزه ولري او د دوی د انتقال په اړه ورته ایمیل شوي وي، هغه کسان کولای شي چې لاړ شي."


‎دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن په خپله ټویټرپاڼه کې له افغانستانه د دوی د افغان متحدینو د ایستلو په اړه لیکلي چې په تېرو اتو شپو ورځو کې یې له ۲۵۰۰۰ زیات افغانان بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي دي.


‎لوېد اسټن لیکلي چې یوازې پرون متحدو ایالاتو ۷۸۰۰ کسان د کابل هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر نه الوتکو ته پورته کړي چې په خبره یې ۳۹۰۰ یې په پوځي او ۳۹۰۰ نور یې په ملکي چارتر الوتکو کې انتقال کړي دي.


‎بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا ویلي چې ۱۳ بېلابېلو هېوادونو چمتوالی ښودلی چې د لنډ مهال لپاره به د افغان کډوالو لپاره د اوسېدو زمینې او اسانتیاوې برابرې کړي.




‎راپورونه وایي چې د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د کنټرول او امنیت د طالبانو د ۳۱۳ بدري په نوم ‌‌‌‌‌‌ډلې ته سپارل شوی دی.


‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی وسله وال په هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې ځای پرځای شوي او هڅه کوي چې وضعیت کنټرول کړي.


‎د ښاغلي مجاهد په خبره، دا مهال د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر لارې تړل شوي، خو له هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګره خلک کولای شي چې بېرته راووځي.


‎اوس ۵۲۰۰ امریکایي سرتیري په هوایي ډګر کې دي او د طالبانو ډېری وسله وال بیا له ‌‌‌‌‌‌ډګره بهر سیمې کنټرولي.


‎د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار کړی چې عملیات به ترهغې روان وي چې ټول امریکایان او د هغوی متحدین له سیمې نه وي ایستل شوي.


‎امریکا، ایټالیا، اوکراین، اسټرالیا، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، المان او یو شمېر نور هغه هېوادونه دي چې په دې وروستیو کې یې خپلو افغان کار کوونکو او همکارانو ته د زرګونو ځانګړو ویزو اعلان کړی دی.


په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې هم نن په خبله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دوی په یو پروسیجر کار کوي چې کورني او بهرني پروازونه له سره پیل کړي.


خو دا یې نه دي ویلي چې کله به دا بهیر پیلوي.


یادې ادارې دا هم لیکلي چې څوک چې بهر ته د تګ قانوني استاد او مدارک ولري د اړوندو ادارو له خوا به ورسره اړیکه کېږي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России