اوکراین وايي د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې
![اوکراین وايي د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې](https://gdb.rferl.org/cb7fbf47-8f9c-4895-a41b-dac230ba38a8_w800_h450.jpg)
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې ده.
د دغه وزارت مرستیال یوګیني ینین نن دا خبر ورکړی دی.
هغه ویلي چې د اوکراین دا الوتکه کابل ته تللې وه څو اوکراینیان راوباسي، خو نامعلومو کسانو یرغمل کړه او ایران تهیې وتښتوله.
ینین ویلي چې یرغمل نیوونکي مسلح وو.
د تازه راپورونو له مخې ایراني چارواکو ویلي چې دا الوتکه د ایران له فضا تېره شوې ده.
اوکراین ویلي چې له کابله د اوکراینیانو د را ایستلو لپاره د دوی درې نور پروازونه هم بریالي نهو ځکه د دوی خلک تر هوايي ډګره ونهرسېدل.
د کابل د هوایي ډګر چارې د امریکايي عسکرو په غاړه دي، خو شااوخوا امنیتي کمربندونهیې د طالبانو په لاس کې دي.
امریکایانو او طالبانو سمدستي په دې تړاو کومه تبصره نهده کړې.