اوکراين وايي له کابل هواييډګره یې يوه الوتکه تښتول شوې
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې ده.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې ده.
د دغه وزارت مرستیال یوګیني ینین نن (د اګست په ۲۴مه) دا خبر ورکړی دی. هغه ویلي چې د اوکرایین دا الوتکه کابل ته تللې وه څو اوکراینیان را وباسي خو نامعلومو مسافرو د ايران پر لور والوځوله. د هغه په وينا په اصل کې الوتکه د اګست په ۲۲مه ورکوه شوه او یرغمل نیونکو سره وسلې هم وي.
خو د ایران د هوایي چلند د سازمان رییس محمد ذیبخش له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې د اوکرایین ادعا چې الوتکه یې له یرغمل وروسته ایران ته وړل شوې رد کړه.
هغه زیاته کړې الوتکه پرون د تیلو د اخیستلو لپاره مشهد هوايي ډګر کې کوزه شوه او د ایران له پرېښودو وروسته د اوکرایین پلازمینې کییف هوايي ډګر کې کېناسته.
د کابل د هوایي ډګر چارې د امریکايي عسکرو په غاړه دي خو شاوخوا امنیتي کمربندونه یې د طالبانو په لاس کې دي. امریکایانو او طالبانو سمدستي په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
تېره اونۍ د اوکراين چارواکو وويل چې دوی د امريکا په غوښتنه کابل ته الوتکې لېږي تر څو هغه افغانان او بهرنيان راوباسي چې د خطر سره مخامخ دي.
اوکرایین ویلي چې له کابله د اوکراینیانو او نورو د را ایستلو لپاره د دوی دری نور پروازونه هم بریالي نه وو ځکه د دوی خلک تر هوايي ډګره ونه رسېدل.