ارمنستان له اذربایجان سره د جګړې پر مهال د وژل شویو سرتېرو جزئیات اعلان کړل
![ارمنستان له اذربایجان سره د جګړې پر مهال د وژل شویو سرتېرو جزئیات اعلان کړل](https://gdb.rferl.org/965266d5-6762-44d7-a0c5-4f9e6aade52a_w800_h450.jpg)
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان نن له اذربایجان سره د تېر کال د شااوخوا یو نیم میاشتنۍ جګړې پر مهال د وژل شویو ارمني سرتېرو په اړه جزئیات اعلان کړل.
هغه وویل چې له اذربایجان سره په جګړه کې ټولټال ۳،۷۷۳ ارمنستاني سرتېري ووژل شول.
دا د ارمنستان لهخوا د نګورنو قرهباغ د جګړې پر مهال د وژل شويو ارمني سرتېرو د جزئیاتو لومړنی رسمي اعلان دی.
پاشینیان پارلمان کې د حکومت نوي پنځه کلن پلان د معرفي کولو پر مهال وویل چې د نورو ۲۴۳ سرتېرو برخلیک نامعلوم پاتې، په داسې حال کې چې ځیني بندیان لاهم بېرته کور ته نهدي راستانه شوي.
هغه زیاته کړه چې زرګونه کسان د جګړې په پایله کې بېځایه شوي او له املهیې غیر معمولي ټولنیز-اقتصادي زیان رسولی.
نګورنو قرهباغ په اذربایجان پورې اړه لري، خو دغه سیمه او شااوخوا سیمې یې د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې د ارمنستاني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
دواړه خواوې د کلونو په اوږدو کې څو واره نښتې کړي، مګر تېر سپټمبر اذربایجان یو پوځي برید پیل کړ چې په پایله کې یې څو ولسوالۍ او په خپله د نګورنو ګڼې برخې د باکو لاس ته ولوېدې.
اذربایجان بیا په دې جګړو کې خپل لوري ته د ۲،۷۸۳ سرتېرو د وژل کېدو تأیید کړی و.
روسیې د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اوربند ټینګ کړی او د دې اوربند د دوام لپارهیې په سیمه کې ۲،۰۰۰ سولهساتي ځواکونه مېشت کړي.