ایران وايي په افغانستان کې باید ټولشموله حکومت جوړ شي
![ایران وايي په افغانستان کې باید ټولشموله حکومت جوړ شي](https://gdb.rferl.org/39ba73f2-eddc-4c99-b8ba-4cb9246ae52d_w800_h450.jpg)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې باید ټولشموله حکومت جوړ شي.
د دغه وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه: "موږ داسې یوې مرحلې کې یو چې باید هڅه وکړو په افغانستان کې یو ټولشموله دولت رامنځته شي. قطعاً که دا ټولشموله حکومت د ټول افغانستان د واقعیتونو، قومي او بېلابېلو پاړکیو ښکارندوی وي کولای شي په دې مسیر مخته ولاړ شي."
شااوخوا ۱۰ ورځې تېرې شوې چې د افغانستان پلازمېنه کابل د طالبانو لاس ته لوېدلې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې راتلونکی حکومت به قومي یا ګوندي مسایلو ته له کتو پرته ټولشموله او پهکې به ټول ګروپونه شامل وي.