روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ
![روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ](https://gdb.rferl.org/2D968B23-67BE-4E00-A0B6-92A80D0352C7_w800_h450.jpg)
روسیې او سعودي عربستان د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت مرستیال خالد بن سلمان په ټویټر لیکلي چې دا تړونیې پرون له خپل روسي سیال الکساندر فومن سره لاسلیک کړ.
د هغه په وینا، هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري پراخه شي.
دا تړون روسیې ته د سلمان د سفر پر مهال لاسلیک شوی و، خو په اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
سعودي عربستان په نړۍ کې د وسلو ستر واردوونکی دی.
روسیه هم تر متحده ایالاتو وروسته په نړۍ کې د وسلو دوهم لوی صادروونکی هېواد دی.