د افغان میرمنو ازادي، د ملګرو ملتونو" سره کرښه"
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې میشل باشلي ویلي په افغانستان کې د ښځو سره د طالبانو چلند د دې شورا اساسي "سره کرښه" ده. هغې نن (سه شنبه) په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې هغه د طالبانو د سرغړونو معتبر راپورونه په لاس کې لري، د ملکي خلکو د وژنو په ګډون د ښځو تر محدودیتونو.