د کابل هوايي ډګر دباندې چاودنو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې
نن په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر دباندې چاودنو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پر خپلې ټويټر پاڼې د چاودنو پخلی کړی او ليکلي يې دي چې نن (د اګست پر ۲۶مه) په دې "پېچلي بريد" کې يوشمېر امريکايي سرتيري وژل شوي او ژوبل شوي دي. نوموړي زياته کړې چې يوشمېر افغانانو هم په دې "بدمرغه بريد" کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
جان کربي له دې وړاندې په خپل مخکيني ټويټ کې ويلي و چې يوه چاودنه هوايي ډګر ته داخلېدونکې "ابې ګېټ" نومې وره سره نېږدې د يو "پېچلي بريد" په نتيجه کې وشوه چې يوشمېر امريکايانو او ولسي وګړو ته يې تلفات واړول.
نوموړي زياته کړې وه چې لږ تر لږه يوه بله چاودنه له "ابې ګېټ" څخه په لږ واټن کې په "بېرن هوټل" يا دې ته نېږدې هم وشوه.
ابې ګېټ هغه ځای دی چيرې چې له څو ورځو راهيسې زرګونه کسان انتظار وي چې هوايي ډګر ته داخل شي. له دې لارې زياتره وخت هغه خلک داخليږي چې د امريکايي ځواکونو لخوا له افغانستانه ويستل کېږي.
يو امريکايي چارواکي اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې په دې بريد کې د امريکا سمندري ځواک يوشمېر سرتيري وژل شوي او د امريکايي پوځ ځينې نور غړي ژوبل شوي هم دي.
رويټرز خبري اژانس ته يو امريکايي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي چې په ننني بريد کې لږ تر لږه څلور امريکايي سرتيري وژل شوي دي.
د طالبانو ادارې يو غړي بيا ويلي چې په بريد لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د "اېمرجنسي" په نوم يو غېر دولتي سازمان ويلي چې د دوی روغتون ته لږ تر لږه شپږ مړي او شاوخوا ۶۰ ژوبل کسان ور وړل شوي دي.
نننۍ چاودنې له هغه وروسته شوې چې امريکا او ځېنو نورو اروپايي هېوادونو هلته د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش لخوا د بريد وېره څرګنده کړې وه او خبرداری يې ورکړی وو چې خلک دې نن حامد کرزي هوايي ډګر ته نه ورځي.
دوی پر خپلو اتباعو او افغان همکارانو هم تاکيد کړی وو چې له هوايي ډګره دې لرې شي.
له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي.
امریکايي چارواکو پرون (د اګست پر ۲۵مه) وویل چې په تیرو ۱۰ ورځو کې له کله چې طالبانو کابل په خپله ولکه کې واخیست، امریکا او اتحادیانو یې له افغانستانه تر ۸۸،۰۰۰ زيات کسان له هوايي لارو خوندي ځایونو ته رسولي دي. په دې کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ زره کسان هم شامل دي.
خو د امریکا پوځي چارواکو بيا خبرداری ورکړی، چې سره له دې چې په هرو ۳۹ دقیقو کې یوه الوتکه پرواز کوي، بیا هم تر ۱۰،۰۰۰ زيات کسان په هوايي ډګر کې پاتې دي.
ټاکل شوې وه چې د امريکا په ګډون به ټول بهرني ځواکونه د اګست تر ۳۱مې له افغانستانه وځي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اګست پر ۲۵مه وويل، غواړي چې له افغانستانه د امریکايانو او یو شمېر افغانانو د ویستلو بهیر ته د اګست تر ۳۱مې نېټې ور اخوا هم ادامه ورکړي.
که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده دې نه وځي، خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا پر خلکو زور زیاتی پيل کړي.