کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید یوه فابریکه کې اور لګېدو ۱۵ تنه مړه کړل
په کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید په یوه فابریکه کې نن د اور لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.
دا پېښه په مهران ښارګوټي کې شوې او علتیې تر اوسه نهدی څرګند.
په ټلوېزیوني صحنو کې لیدل کېږي چې د اطفائیې کارکوونکي د اور د مړه کېدو هڅې کوي او امبولانسونه د پېښې قربانیان روغتونونه ته لېږدوي.
د ایالتي حکومت یوه ویاند مرتضی وهاب خبریالانو ته وویل چې پولیس د اور لګېدو د علت معلومولو لپاره پلټنه کوي.
په کراچۍ کې چې د سند ایالت مرکز دی، ډېرې تولیدي فابریکې د ساختماني قوانینو خلاف د خلکو د هستوګنې په سیمو کې جوړې شوې دي.