بانکونه پرانیستل شول؛ "له ۲۰۰ ډالرو او شل زرو افغانیو زیات نه شې اخیستلی"
په کابل کې بانکونه له دوو اونیو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شول، خو پیرودونکو ته د پېسو ویش محدود دی.
خلک د بانکونو مخې ته په اوږدو لیکو کې ولاړ دي او هڅه کوي چې خپلې پیسې ترلاسه کړي، خو د افغانستان مرکزي بانک، د بانکونو له ټولنې سره په همغږۍ ویلي چې انفرادي بانکي حساب لرونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰۰ ډالرو یا شل زرو افغانیو ډېرې پیسې ور نه کړل شي. هغه پرېکړه چې ګڼو نېوکو سره مخ شوې ده.
د کابل یوه اوسیدونکي عبدالطیف د یکشنبې په ورځ د نوي کابل بانک مخې ته په ولاړه لیکه کې ازادي راډیو ته وویل چې بانکونه باید په لویه کچه خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي او خلک حق لري د اړتیا پر بنسټ له بانکونو پیسې ترلاسه کړي.
دی وايي: "که زموږ میاشتنی معاش را نه کړل شي، موږ به د کرایې ورکولو توان ونه لرو. همدارنګه موږ له دوکاندارانو هم پوروړي یو. موږ د کور لګښت لپاره پیسې نه لرو او حیران یو چې څه وکړو. بله دا چې هرڅوک باید وکولی شي خپلې اړتیا سره سم له بانکونو خپلې پیسې واخلي."
په کابل کې بانکونو په محدود ډول د پېسو د وېش بهېر په داسې حال کې پیل کړی چې په لسګونو کسانو د شنبې په ورځ په کابل کې د بانکونو د تړلو کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.
دوی د افغانستان پر مرکزي بانک غږ وکړ چې ژر تر ژره بانکونه فعاله کړي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.
په ورته مهال د بانکونو په تړل کېدو سره، د افغانستان د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مارکیټ سرای شهزاده هم تړلې ده.
د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل نن ازادي راډیو ته وویل چې د شهزاده سرای پرانېستل کېدل، بانکونو سره تړاو لري: "د افغانستان بانک نوي ټاکل شوي چارواکو پرون وویل چې بانک به د یکشنبې په ورځ خپل فعالیتونه پیل کړي او ډاډ یې راکړ چې د خلکو پیسې به بېرته دوی ته ورکول کېږي."
دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته، د بانکونو او شهزاده سرای فعالیتونه په ټپه ودرېدل او خلک په ځانګړي توګه دولتي کار کوونکي او د بانک پیرودونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شول.
د بانکونو او شهزاده سرای تړل کېدل په سوداګرۍ هم منفي اغیزې کړي او ان د لومړنیو توکو پیر او پلور هم کمرنګه شوی.
په ورته مهال اقتصادي کار پوه محمد اسماعیل نن ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصادي څرخ بېرته فعالولو لپاره اړتیا ده چې د بانکونو او شهزاده سرای په فعالیت سره د سیمې او نړۍ هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړېکې ورغول شي.