د طالبانو د دواکمنۍ دوهمه اوونۍ؛ د نظام نشتون ترڅنګ عامه خدمات هم نشته
نږدې ۱۵ ورځې وړاندې طالبانو داسې یو نظام ونیو چې ټولې ادارې او سیسټمونه یې فعال او ورځنۍ چارې په عادي ډول مخته روانې وې.
خو د اګسټ له ۱۵مې تر نننه هر څه په ټپه ولاړ دي. دولتي او عامه خدمات نهشته او خصوصي سکټور هم د تېر په څېر فعال نه دی، تردې چې هېڅ دولتي ادارې د پخواني حالت په څېر فعالیت نه دی پیل کړی.
دې ګونګ او بې برخلېکه وضعیت نه یوازې خلک اندېښمن کړي، بلکې دا نیوکه هم کوي چې طالبانو ته جوړ نظام او سیسټم په لاس ورغلی، خو دا ډله د دې پرځای چې دا څرخ روان وساتي، هرڅه یې په ټپه درولي دي.
اکمل ظاهر چې تر لېسانس لوړې زدهکړې لري او د یوې دولتي ادارې کار کوونکی دی وايي، خلک له لومړنیو خدمتونو هم بېبرخي شوي دي.
ظاهر وایي:"اوس وخت کې ولس له ډېرو ستونزو سره مخ دی. هغه مهال چې طالبانو نظام ونیو، هر څه جوړ او سیسټم روان وو، خو اوس بدبختانه هر څه ولاړ دي. ان خلک لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاس رسی نه لري. "
صفيالله بیا د طالبانو لهخوا وروستیو ګمارنو ته په اشارې سره، اندېښنه ښيي چې کار اهل کار ته نه سپارل به نه یوازې دا چې د چارو بیا پیل له ځنډ سره مخ کړي، بلکې هغه فعال سیسټمونه به منزوي کړي چې په ډېرو هڅو جوړ شوي دي.
دی وایي:"که دوی په همدې ډول روان وي، د نظام پرمخ وړل به ډېر ستونزمن او خلک به ډېر ناراضه وي. د دې امکان هم شته چې خلک یې پر وړاندې ملي قیام وکړي."
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د حکومت جوړېدل او د چارو عادي کېدل وخت غواړي او په دې اړه د دوی مشورې روانې دي.طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د حکومت جوړېدل او د چارو عادي کېدل وخت غواړي او په دې اړه د دوی مشورې روانې دي.
مجاهد زیاتوي:"په دې کې ډېرو مشورو ته اړتیا ده چې مشورې بشپړې شي، هر څه به وشي. خو که مشوره کوي او وخت ورکوي، په دېمعنا نه ده چې حکومت نه شي چلولای. موږ به په ډېر ښه توګه حکومت وچلوو. دا اوس هم اسلامي امارت په خپل حال دی، موږ ټولتشکیلات راوړي دي. نور حوصله کول غواړي د نور کارونو لپاره چې په مسوولیت وشي او حکومت جوړ او اعلان شي، په دې اړه جدي کارروان دی او په احتیاط ګامونه اخیستل کېږي."
خو د حکومت د جوړېدو ترڅنګ د چارو د پرمخ بېولو لپاره د کسانو ګمارنه په دې برخې نېغ په نېغ اغېز لري.
تر اوسه دولتي ادارو ته د طالبانو ګمارنې هم تر پوښتنې لاندې دې چې ګنې په یوې برخې متمرکزې دي.
دې ډلې یو شمېر دولتي ادارو ته خپل استازي ټاکلي چې ټول یې په دیني برخه کې زدهکړې لري او د دوی د ټیم ملګري دي.
د افغانستان بانک سرپرست، د لوړو زده وزارت سرپرست، د ښوونې او روزنې وزارت سرپرست، د مالیې وزارت سرپرست، د اوبو د تنظیم د ملي ادارې سرپرست، د ملکي هوايي چلند ادارې سرپرست او ان د بدني روزنې ریاست سرپرستان د مولویتوب درجې لري.
د دې ترڅنګ په ولایتونو او ولسوالیو کې د ټېټه رتبه چارواکو ګمارنې هم په همدې ډول روانې دي.
خو له دې ټولو سره سره طالبان د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو خبره کوي او وايي، ژر به دا ډول حکومت اعلان او چارې به په عاديډول پر مخ روانې شي.