د یمن پر لویې هوایي اډې برید کې ۳۰ کسان ووژل شول او لسګونه ټپيان دي
د یمن پر لویې هوایي اډې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د یمن د پوځ یوه ویاند محمد النقیب ویلي چې پر ال عناد هوایي اډې دغه برید کې دولت پلوه عسکر وژل شوي دي.
دا د یمن په کورنۍ جګړه کې تازه خونړی برید بلل شوی دی.
دغلته د ایران له ملاتړه برخهمن حوثي سختدریځي د سعودي په ملاتړ هغه حکومت سره په جګړه بوخت دي چې نړیوالو هم په رسمیت پېژندلی دی.
پر هوایي اډې د شوي دې برید مسؤلیت هم پوځ پر حوثي وسلهوالو اچولی، خو سملاسي چا د دې برید مسؤلیت نهدی اخیستی.