اروپايي ټولنه: د راتلونکو نړیوالو کړکېچونو ضد غبرګون ته باید چمتووالی ولرو
![اروپايي ټولنه: د راتلونکو نړیوالو کړکېچونو ضد غبرګون ته باید چمتووالی ولرو](https://gdb.rferl.org/f6643093-8ee7-4377-95a9-4e79189b3e44_w800_h450.jpg)
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي د دې ټولنې حکومتونه د افغانستان د جګړې په څېر له راتلونکو نړیوالو کړکېچونو سره د مقابلې لپاره باید چټک غبرګون ته ښه چمتووالی ولري.
جوزف بورېل له یوې ایټالوۍ ورځپاڼې اېل کورییر دېلا سېرا سره په مرکه کې چې نن خپره شوه وویل په لنډ وخت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو استولو وښوده چې اروپايي ټولنه هم باید د خپلې ګډې دفاعي پالېسۍ د جوړولو لپاره هڅې چټکې کړې.
ښاغلي بورېل وویل امریکا وتوانېده چې افغانستان ته سمدستي ۶ زره سرتېري واستوي څو د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت خوندي کړي، خو اروپايي ټولنه په دې کار ونهتوانېدله.
د جرمني او فرانسې په ګډون د اروپايي ټولنې ۱۴ هېوادونو په مې میاشت کې د ډیموکراتیکو هېوادونو د حکومتونو د غوښتنې په صورت کې د چټک غبرګون د داسې یو ځواک د جوړېدو وړاندیز وکړ چې احتمالاٌ په الوتکو او کښتیو هم سبمال وي.
بورېل وویل هغه وخت رارسېدلی چې اروپايي ټولنه خپل انعطاف پیاوړی کړي او زیاتهیې کړه چې دا کار له بېلابېلو لارو ممکن دی.